د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۵:۴۸
تالیف او ژباړط راپور

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له ۱۴مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې د پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

په غونډه کې چې د پوهنتون رئيس سربېره، مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو ګډون کړی و، د پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقانـي له لوري د پرانیستونکي وینا څخه وروسته د پوهنتون د اجناسو د ثبت تګلاره، د اړوندو مسؤلینو له لوري د رهبري شورا د پرېکړو د تطبیق په اړه اطمینان ورکولو، د پوهنځيو شاوخوا سرسبزه کولو کې د اړوندو پوهنځيو رئيسانو برخه اخیستلو، د ژباړې، لیکوالۍ او ډیزاین مرکز جوړونې طرحې او يو شمېر نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث تر سره او په اړه یې لازم تصمیمونه ونيول شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS