د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون کارکونکو سره ناسته وشوه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۱:۳۹
12

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سرطان مياشتې پنځمه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ذوالحجې مياشتې له ۱۸مې نيټې سره سمون لري، په تدریسي روغتون کې د پوهنتون رهبري او د یاد روغتون کارکونکو تر منځ ناسته ترسره شوه، چې پکې د شيخ زايد پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد سربېره مرستیالانو، د تدریسي روغتون سرطبیب ډاکټر راز محمد، ډاکټرانو او اداري کارکونکو ګډون کړی و.

ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مسلمين راشد يادې راټوليدنې ته په خپلو خبرو کې وویل: (( که د طب سپیڅلی مسلک په ښه ډول ترسره شي عبادت دی؛ نو په داسې ډول یې تر سره کړئ چې هم د الله جل جلاله په نزد او هم د بنده ګانو په نزد مو خپل مسؤليت اداء کړی وي، د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او هغه تعهد مو چې حکومت سره کړی دی پرې ژمن پاتې شئ.))

په پای کې د تدریسي روغتون مسؤلینو خپلو دندو په پوره ایماندارۍ سره د تر سره کولو ژمنه وکړه او یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې لخوا دوه مياشتنی سيمينار پیل شو.

دغه سيمینار چې د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو لپاره د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري د پوهنتون ادارې سره په همغږۍ په لاره اچول شوی، چې په ترڅ کې به یې بېلا بېلو دیني. . .

BACK TO NEWS