د شيخ زايد ستوري تر نوم لاندې د کرکټ سيالۍ پيل شوې.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۴۰
xxxcvfb

د شيخ زايد پوهنتون کرکټ لوبغالي کې د شيخ زايد ستوري تر نوم لاندې د کرکټ سيالۍ د پوهنتون د څوارلسو لوبډلو تر منځ پیل شوې.

د سيالیو د پیل په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستيال پوهنیار مجاهد همت یار په خپلو خبرو کې دغه سيالۍ د محصلانو د خپل منځي یووالي، محبت او د محصلانو له یو بل سره د پېژندګلوۍ لپاره ډېرې مهمې يادې کړې او زياته یې کړه چې محصلان باید د خپلو غوره او نېکو اخلاقو د اظهارولو لپاره له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ژورنالېزم او عامه اړیکو او شرعياتو پوهنځيو ټاکل شویو لوبډلو تر منځ تر سره شوه، چې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي وکړای شول چې شرعیاتو پوهنځي ټاکل شوې لوبډلې ته د اتيا منډو په توپير ماتي ورکړي او د نننۍ لوبې بريا په خپل نوم کړي.

د يادولو وړ ده چې دغه سيالۍ به د دوولسو پوهنځيو، لیلیې او اداري کارکوونکو لوبډلو په ګډون د څوارلسو لوبډلو ترمنځ تر سره شي، چې شاوخوا شل ورځې به دوام وکړي.

نشراتو او عامه اړیکو امريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS