د راډیویي خپرونو د اېډېټر دندې تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۲۵
bhgnfghf

نن چهار شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې ۲۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول میاشتې له ۲۴مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد راډیو مسؤلینو لخوا د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي څلورم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه (د راډیویي خپرونو د اېډېټر دندې) تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

د دوو ورځو په جریان کې په رسنیو کې د راډیویي خپرونو د اېډېټر دندې، د خپرونو متنونو اصلاح کول، راډیویي پروډیوسرانو ته مشورې، خپرونو تنظیمولو ترڅنګ خپرونو پر اوریدلو او نورو مهمو لارو چارو باندې معلومات وړاندې او عملي بحثونه ترسره شول.

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي مسؤلین وخت نا وخت د ژورنالېزم او عامه اړیکو محصلانو د عملي کار او ظرفيت لوړونې په موخه ورکشاپونه وړاندې کوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS