د دندې پیدا کولو او سي وي جوړولو تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۴:۲۹
ددذړتانه

 د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له نهمې نیټې سره برابره وه، د محصلانو چارو معاونیت لخوا د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو لپاره د دندې پیدا کولو او سي وي جوړولو تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همتیار د پیل وینا کې د محصلانو په عملي زده کړو باندې لا ټینګار وکړ.

په یاد سیمینار کې د دندې پیدا کولو طریقه، د دولتي او خصوصي سکتورونو پېژندنه او ترمنځ یې توپیرونه، د دندې لپاره مهم شرایط، د بېلا بېلو مهارتونو درلودل، د سي وي پېژندنه او د جوړولو طریقه، د سي وي جوړولو سرچینې او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث وشو.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS