د تدریسي روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو ته د پلان او ارزيابۍ په برخه کې سیمينار پیل شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۶
روغتون ورکشاپ

تېره ورخ چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۱مې نيټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو لپاره د پلان جوړونې، ارزيابۍ، دندو لایحې او ګزارش ورکؤنې په برخه کې دوه ورځنی سیمينار پیل شو.

د سیمینار په پیل کې د تدریسي روغتون سرطبیب ډاکټر راز محمد او د خوست ولایت ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو آمر مولوي محمد رسول خان سعید په خپلو خبرو کې د پلان په ارزښت او اهميت، په خپل مسؤلیت باندې تمرکز او ډاکټران یې تر بل هر چا ټولنې ته زيات مسؤل وبلل او نظام ته په رښتیني ډول خدمت یې عبادت ياد کړ.

په ياد دوه ورځني سیمینار کې چې د تدریسي روغتون شاوخوا ۸۰ تنه ډاکټران او اداري کارکوونکي پکې ګډون لري، د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند کارکوونکو چارو آمريت سره په همغږۍ د خوست ولایت ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو آمریت لخوا ترتیب شوی، چې د ياد آمريت مسؤلینو لخوا به وړاندې شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS