خوست کې د شعر، ادب او ترنم په ښوونیز سیمینار کې د شیخ زاید پوهنتون دوو استادانو مقالې وړاندې کړې.
د خوست ولایت قبايلو چارو رياست د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو او کلتور وزرات د فرهنګ او هنر معینیت د ترانو او ترنم ریاست له لوري د ترنم، شعر او ادب ښوونیز سیمینار تر سره شو.
په یاد سیمینار کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پوهندوی ظاهر شاه زهير (اسلامي فرهنګ؛ له افغانستان سره يې مماثلتونه او تړاوونه) او د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنوال محمد خان نیازي (له اسلام سره د پښتنو د دودونو او پښتونوالۍ نږدېوالي) تر عنوان لاندې مقالې وړاندې کړې.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت