حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې د مالیاتو موخې تر عنوان لاندې کنفرانس وړاندې شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۵۵
شسیبلا

 

د ۱۴۰۳هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۲۷مه، چی د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې ۱۵مې نېټې سره برابره وه، د شیخ زاید پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې چې د ياد پوهنځي استادانو، ژوري هیئت غړو او محصلانو حضور درلود، د حقوقو او سیاستي علومو پوهنځي رئیس پوهنوال محمد شفیق مندوزي لخوا د مالياتو موخې تر عنوان لاندې کنفرانس وړاندې شو.

په دغه کنفرانس کې د یو هېواد په اقتصادي پرمختیا کې د مالياتو رول، د عوايدو په راټولولو کې د مالياتو ونډه، د ټولنې د اقتصادي مشکلاتو په حل کې د مالياتو ونډه او په ټولنه کې د بیوزلۍ له منځه وړلو کې د مالیاتو اهميت په اړه او په یو شمېر نورو موضوعات باندې معلومات ورکړل شول، چې په نتیجه کې د جرایمو مخنیوي کې مهم رول لرلی شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS