استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پای ته ورسېد.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۱
دتذرابطزرذدړت

د شيخ زايد پوهنتون ۴۰ تنو استادانو لپاره د «تحقیق اصول» تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز کورس پای ته ورسېد.
د یاد کورس د پای مراسمو ته د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني وینا وکړه. 
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د دې روزنیز پروګرام له لاسته راوړنو سالمه استفاده وکړي او خپلې زده کړې محصلانو ته په لوړ تدریس ولېږدوي. هغه ټینګار وکړ چې استادان دې د علمي امتیاز تر څنګ د الله جل جلاله رضا په پام کې ونیسي، له منکراتو ځان وساتي او د خپل مسلک ترڅنګ د دیني پوهاوي او مطالعې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دغه شپږ ورځني کورس کې د څېړنې پېژندنه، د څېړنې د موضوع له انتخاب څخه تر پایلې پورې مراحل، د څېړنې ستونزې، د فرضیو جوړول، د څېړنې ډیزاین انتخاب، نمونه اخیستل، د معلوماتو ایډیټ او تحلیل، د معلوماتو نندارې، د څېړنې اخلاقي اصول او د څېړنیزې لیکنې پر بهیر هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
یاد کورس د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونیت او د علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا آمریت په همغږۍ جوړ شوی و، چې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور احمد جاويد شکيب له لوري وړاندې کیده.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۰
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس پيل شو.

د طبي، ټولنيزو، طبیعي، انجنيري او ټکنالوژيکي علومو په برخه کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس نن پيل شو.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د شيخ زايد پوهنتون پنځو څانګو علمي فعاليتونه د لوړو زده کړو وزارت له لوري تاييد شول.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د شیخ زاید پوهنتون د پنځو څانګو علمي فعالیتونه د تایید وړ وبلل شول او د راتلونکو پنځو نورو کلنو لپاره ورته د لا ښه. . .

BACK TO NEWS