د شيخ زايد پوهنتون اکسیر، د انجینري او ټکنالوژي نوښتونو علمي څېړنيزې مجلې چاپ او پر لیکه شوې.
د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د انجینري او ټکنالوژي نوښتونو او د طب په برخه کې د اکسیر څېړنيز او تحقیقي ژورنالونو لومړنۍ ګڼې چاپ او پر لیکه شوې. چې د علم او پوهې مينوالو د مطالعې لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په يادو دوو څېړنيزو ژورنالونو کې د روغتيایي، انجینري او ټکنالوژي علومو په برخه کې ۴۵ بېلا بېلو موضوعاتو باندې د اړوندو مسلکونو استادانو له لوري ليکل شوي علمي څېړنيزې مقالې را ټولې او چاپ شوي دي.
د يادولو وړ ده چې ياد ژورنالونه به په هرو شپږو مياشتو کې یو ځل چاپ کېږي.
لاندې لینک له لارې یې لیدلی شئ!
https://www.szu.edu.af/ps/د-انجنيري-او-ټکنالوژیکي-علومو-څېړنيز-ژورنال-0
https://www.szu.edu.af/ps/اکسير-علمي-څېړنيز-ژورنال
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
