د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث محمد نسيم حقاني ژوند ليک
په اسلامي تاریخ کې تل داسې شخصیتونه شتون لري چې د علم، تقوا، او خدمت په وسیله یې د اسلامي امت د لارښوونې لپاره رڼا خپره کړې ده. یو له دغو مبارکو شخصیتونو څخه شیخ الحدیث مولوي محمدنسیم حقاني دی، چې د خپلې علمي وړتیا، روحاني عظمت، او د تدریس د بې ساري خدمتونو په برکت یې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې ځانګړی ځای ترلاسه کړی.
محترم شیخ الحدیث مولوي محمدنسیم حقاني د حاجي غلام رسول زوی او د محمد ملوک لمسی، چې په (۱۳۴۷) هـ ش کال د جدي میاشتې په پنځلسمه د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د دهزورسفلي کلي په یوه دینداره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.
مولوي محمدنسیم حقاني خپلې لومړنۍ دیني زده کړې د خپل کلي په مدرسه کې پیل کړې او پاتې دیني زده کړې یې په جامعه منهاج العلوم ناریاب پاکستان کې د عالیه دورې په توګه بشپړې کړې. عالمیه دوره یې په مشهوره مدرسه دارالعلوم حقانیه کې په (۱۴۲۰) هـ.ق کال کې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله. سربېره پر دې، نوموړي د قرآن کریم د حفظ او قرائت سندونه او په اسلامي علومو کې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړی دی.
د نوموړي په علمي وده کې د مشهورو استادانو ځانګړی لاس و، د هغو له ډلې څخه عبارت دي له: شیخ الحدیث مولانا محمد اسماعیل صاحب، مولوي غلام محی الدین صاحب، مولوي نصرالدین صاحب، دوکتور شیخ الحدیث شیرعلي شاه صاحب، مولانا سمیع الحق صاحب، مولانا انورالحق صاحب، مغفورالله بابا صاحب، مفتي سیف الله صاحب، شهید مولانا نصیب خان صاحب، شیخ الحدیث مفتي محمد زاهد عزیزخیل صاحب، مولانا شیر بهادر صاحب، مولانا سیدقریش صاحب، حاجي عنایت الله عبرګۍ اخندزاده صاحب او مولانا معین الدین صاحب.
مولوي محمدنسیم حقاني د علمي ډګر یو روښانه ستوری دی. هغه (۲۴) څلورویشت کاله دوره حدیث او فنون درس د افغانستان او پاکستان په مختلفو مدرسو کې تدریس کړی دی. د هغه تدریس نه یوازې زده کوونکي د علم په ګاڼه سمبال کړل، بلکې د امت لپاره یې د اسلامي علومو د نشر او ساتنې په برخه کې مهم رول ولوباوه.
شیخ صاحب محمدنسیم حقاني د جهادي خدماتو په برخه کې هم ځانګړی مقام لري. د فتحې څخه مخکې د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ د برق مسؤل پاتې شوی، په مالي برخه کې یې کار کړی، او د هلمند ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې یې په قضا کې د مفتي، قاضي او محرر په صفت دندې ترسره کړې دي.
د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو وروسته، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله په ځانګړي حکم، شیخ صاحب محمدنسیم حقاني د هلمند پوهنتون د رئیس په توګه وټاکل شو. د یو کال او شپږ میاشتې بریالي ماموریت وروسته د عالیقدر امیرالمؤمنین د (۵۷۴) ګڼې حکم په اساس د شیخ زاید پوهنتون د رئیس په توګه وګمارل شو، چې تر اوسه پورې د دې ستر علمي مرکز د مشرتابه دروند مسؤلیت په غاړه لري.
شیخ الحدیث مولوي محمدنسیم حقاني نه یوازې یو عالم، بلکې د امت لپاره د روحاني لارښوونې یو ژوندی مثال دی. د هغه تدریسي او علمي هڅې، د ټولنې د سمون لپاره مخلصانه خدمات، او د اسلامي علومو په ډګر کې بې ساري کارونه د اسلامي نړۍ لپاره د تلپاتې الهام سرچینه ګڼل کېږي. د نوموړي ژوندلیک د علم، تقوا او اخلاص یو روښانه انځور دی، چې د راتلونکو نسلونو لپاره به د لارښوونې او برکت یوه نه ختمېدونکې سرچینه وي.
لرلید
شیخ زاید پوهنتون یو علمي-څېړنیز مرکز دی، چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن او په پرمختللې پوهه سمبال بشري ځواک په روزلو سره په سیمهییزه کچه علمي (اکاډمیک) اعتبار لري.
رسالت
شیخ زاید پوهنتون د علمي او حمایوي بشري قوې پرمټ، د ټولنې اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو د معیاري تدریس، څېړنو، نوښتونو او عصري ټېکنالوژۍ په کارولو سره داسې انساني ځواک روزي، چې له نړۍ سره د سیالۍ وړتیا ولري، د هېواد او سیمې په اقتصادي وده، ټولنیز پرمختګ، وحدت او ثبات کې رغنده ونډه ولري.