مهندسي څانګه (Architecture)

 د مهندسي څانګې لنډه تاريخچه

کله چې پر (۱۳۸۱) لمريز کال شيخ زايد پوهنتون له پيښاوره د افغان پوهنتون په نامه خوست ته انتقال شو، د انجنيري پوهنځي په چوکاټ کې يي مهندسي څانګه نه درلوده. له دې وړاندې د انجنيري پوهنځي په چوکاټ کې يوازې سيول څانګې فعاليت درلود. د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مينه والو د هيلو او اميدونو غوټۍ هله ګل شوې، چې له پيښاوره افغان پوهنتون په خوست کې د شيخ زايد پوهنتون په نامه د افغان بچو لپاره د پوهې ډيوې بلې کړې او د انجنيري پوهنځي په چوکاټ کې مهندسي څانګې د ( ۳۴۳۲/ ۴۸۲۱) حکم  (۱۳۹۳-۷-۳۰) نېټه هم رسماً په فعاليت پيل وکړ.

د يادې پوهنځې په چوکاټ کې  د مهندسي څانګې د يو علمي مرکز په توګه د علم تږي په (۱۳۹۱) لمريز کال کې په ځان را ټول کړل. هغه مهال د مهندسي څانګې ګوته په شمار علمي کادرونه درلودل؛ خو د وخت په تېرېدو سره يې علمي منزل پر لور چټک مزل پيل کړ. کله چې يادې څانګې د پوهې او هنر څراغونه بل کړل؛ نو مينه وال يې تتې رڼا ته ناست وو؛ خو د دې څراغ رڼا دومره ډېره او روښانه شوه، چې تر لرې لرې يې ډېرو ته منزل مقصود پر لور د مزل لارې روښانه کړې. اوس مهال له لنډ مزل وهلو وروسته ياده څانګه (۶) علمي کادرونه لري، چې د هېواد مختلفوسيمو ته د خپل علم رڼا ويشي.

سربېره پر دې چې د مهندسي څانګې له پيله تر دا مهاله په سلګونه ځوانان د علم او پوهې په زېور ښکلي کړي، ورسره يې د خپلو علمي کادرونو ظرفيت لوړونې ته هم جدي پاملرنه کړې ده. دا مهال د يادې څانګې ټول کادرونه د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې لري او هڅه کوي چې لا نور د علم په زيور سمبال شي. دغه څانګه يو تن دوکتور او څلور تنه ماسټراستادان لري.

اوس مهال د مهندسي څانګې خپلو محصلانو ته يو عامه کتابتون چې د پوهنتون په سطحه دي او ښه تدريسي او تحصيلي چاپيريال په واک کې ورکړي او استادان په تدريسي چارو کې د معاصرې ټيکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي او هڅه کوي، چې په خپلو تدريسي فعاليتونو کې د شاګرد محورۍ او د موخو پربيناد زده کړې څخه ګټه پورته کړي.

د مهندسي څانګه په پام کې لري، چې د لا ښه خدمت په موخه داسې محصلين وروزي چې د هرډول ودانيو ډيزاين په معياري ډول ترسره کړاي شي ترڅو د دې کړيدلي هيواد د ابادی او سمسورتيا لامل اوباعث شي.

 د مهندسي څانګې لرليد (Vision)

مهندسي څانګه خپل ټول امکانات په موثر ډول په کار اچوي ترڅو ټولنې ته داسې کادرونه وړاندې کړي چې د هيواد او سيمي په کچه د مهندسي او ښار جوړونې په رشته کې مثبت تغيرات راوړي او خدمتونه وړاندې کړي.

 د مهندسي څانګې ماموريت (Mission)

مونږ محصلان په تعليمي، څيړنيزو او تخليقي هڅو کې داسې ښکيل ساتو؛ ترڅو د دې توان ولري، چې د دوامدارې زده کړې او ښو خدماتو په واسطه ښې دندې او معنا لرونکي ژوند ولري، په داسې حال کې، چې د ټولنې، هيواد او نړۍ په اقتصاد، چاپيريال او د ټولنيز ژوند په وده کې رغنده رول ولوبوي.

 د مهندسي څانګې موخي

د مهندسي څانګې فارغ محصلان به لاندې وړتياوې ولري.

1.  د يوې ودانۍ د مهندسي ډيزاين د مهارتونو په درلودلو سره به په دولتي او خصوصي سکتورونو په بېلا بېلو برخو کې به دندې ترسره کړي.

2.  زده کوونکي به وکولي شي، چې د مهندسي ډيزاين علومو پر اساس به معياري ودانۍ ډيزاين او د ډليز کار مهارتونه، د تخليقي، بحراني، نوښتګر، تحليلي فکر مهارتونه او د ښوونيزې رهبرۍ مهارتونه زده او په ټولنه کې ترې سالمه استفاده وکړي.

3.  د ودانيو ساختماني نقشو پلي کول

4.  د ودانيو براورد او د هغې د قيمتونو تحليل

5.  د پايداره معياري ښارونو په پلان ګزاري کې د مسلکي اشخاصو په توګه ونډه اخيستل

6.  د ودانيو پايداره داخلي ډيزاين

7.  په مهندسي کې ريسرچ او تحقيق

8.  د ودانيو لپاره د غږونو، روښنايئ، تهويئ او داخلي تودوخيزي هوساينې محاسبه

9.  د ودانيو د ډيرو مغلقو بڼو د طرحې او ترسيم مهارت

 ودانۍ يا زيربينايي اړتياوې

د مهندسي څانګه اوس مهال ۵  تدریسي ټولګي لري؛ خو د تدريس لپاره يواځې درې (۳) خونې په واک کې لري. په اول منزل کې ۳ تدريسي خونې، چې محصلانو ته ځانګړې شوي دي او په همدې منزل کې د څانګې آمريت هم شتون لري. د درسي حونو د کمبود له امله د څانګې د ټولګيو مهالويش په ورځ کې دوه مهاله تنظميږي. همداشان څانګه د آمريت لپاره يو اطاق لري چې د څانګې آمر او استادان ورڅخه يوځاي ګټه اخلي.

 

 د مهندسي څانګې د علمي پروګرامونو پيژندنه

  د علمي څيړنې، نوښت او انتقادي تفکر عام کېدنه

د مهندسي څانګې علمي کادرونه پر ترفيعاتو سربيره پر نورو مهمو او بکرو موضوعاتو څيړنې کوي. علمي څېړنې، نوښتونه او انتقادي فکر عام کېدل د  اکاډيميک چاپيريال د لا غوړېدا لپاره بستر برابروي. د مهندسي څانګې علمي کادرونه هڅه کوي چې په خپلو څيړنو کې او هم په اداري چارو کې پورتنيو پديدو ته ځانګړي ځاي ورکړي.

 علمي څيړنه

په يو علمي چاپيريال کې څيړنه حياتي ارزښت لري. د پوهنتون له استاد هيله کيږي چې د خپلو څيړنو او تحقيقاتو پر مټ د ژوند ډېرو ستونزو ته ځواب ووايي. د مهندسي څانګې علمي کادرونه او رهبري د ژوند ډېرو ستونزو ته د ځواب ويلو په پار خپلې علمي هڅې ګړندۍ کوي.

 کړنلارې:

1)   د علمي څيړنو پراخول او په بااعتباره ژورنالونو کې يې خپرول.

2)   د استادانو لخوا د HEDP او لوړو زده کړو وزارت ته د تحقيقي پروپوزلونو ليږل.

3)   نويو مقررو شويو استادانو ته د ځانګړو پروګرامونو له لارې د تحقيق ارزښت او په تدريس کې عملي کول.

4)   د څانګې په کچه د علمي پرسونل هڅول،  چې د دغو روزنيزو پروګرامونو محتويات په خپلو تحقيقاتي پروژو کې تطبيق کړي.

5)   روزل شوي استادان به مکلف وي چې محصلانو ته وروښيي چي په څه ډول خپلې صنفي پروژې، سيمينارونه، ګروپي کنفرانسونه او نورې زده کړييزې پروسې د نويو څيړنيزو ميتودونو په مرسته ترسره کړي.

6)   د شاګرد محورۍ له ميتود څخه لکه فعالې زده کړې، همکارې زده کړې، د پروژو او ستونزو پربنياد زده کړې په ټولګيو کې کارول

7)   د OBE/SCL ميتود عملي کول

8)   د مختلفې معاصرې ټيکنالوژۍ څخه استفاده کول

9)    د ټولنې پر اساسي ستونزو څيړنې کول او هغوي ته د حل‌لارو موندل.

10)  د مهندسي څانګه هڅه کوي چې په استادانو کې د نوښت او ابتکار روحيه پياوړې کړي. ياده اداره ژمنه ده، چې نوښتګر استادان او محصلين وستايي چې دا بهير لا ګړندي کړي.

11)  محصلانو ته د عملي کار (Internship) زمينه برابرول

12)  محصلانو ته د علمي ساير زمينه برابرول

13)  د استادانو او محصلانو له لورې علمي او روزنيزو پرزينټشنونو ورکول او ورکشاپونو دايرول

14)  د محصلانو ترمنځ د لا همانګۍ په پار د علمي برنامو لکه: کلتوري برنامې، مباحثې، محاوري ساعتونه او نور پر لاره اچول

15)  په ټولنه کې د استادانو او محصلانو رغنده رول لوبول

16)  د مهندسي څانګې رهبري او اداره هڅه کوي د موثقو او کره مالوماتو په راټولولو او تحليل سره وکولی شي، د زده کوونکو بريا او اغيزمنتوب ته وده ورکړي.

  د مهندسي څانګې کاریکولم

 

پوهنتون (شیخ زاید - خوست) ،  انجینري پوهنځي ، مهندسي څانګه

د مهندسي څانګې د ۱۰ سمسترونو د مضامینو لیست

شماره

مضمون

صنف

کود مضمون

نوع مضمون

1

Calculus-1

SZUARSE1M

MATH 104

اساسی

2

Foreign language(English)-1

SZUARSE1M

FL 103

پوهنتون شمول

3

Drawing- 1

SZUARSE1M

TD 105

اساسی

4

Physics-1

SZUARSE1M

PHY 109

اساسی

5

Islamic Study

SZUARSE1M

IC 101

پوهنتون شمول

6

Modern history of Afghanistan

SZUARSE1M

IC 102

پوهنتون شمول

7

Basic Architecture

SZUARSE1M

AR 108

اختصاصي

 

8

Calculus-2

SZUARSE2M

MATH 204

اساسی

9

Foreign language(English)-2

SZUARSE2M

FL 203

پوهنتون شمول

10

Drawing- 2

SZUARSE2M

TD 105

اساسی

11

Engineering Chemistry

SZUARSE2M

PHY 109

اساسی

12

Islamic Study-2

SZUARSE2M

IC 101

پوهنتون شمول

13

Physics-2

SZUARSE2M

PHY 209

اساسی

 

14

Architectural Design -1

SZUARSE3M

AR 340

اختصاصي

15

History of Architecture-1

SZUARSE3M

AR 338

اختصاصي

16

Foreign language(English)-3

SZUARSE3M

FL 303

پوهنتون شمول

17

Statics

SZUARSE3M

TM 315

اساسي

18

Islamic Study-3

SZUARSE3M

IC 301

پوهنتون شمول

19

Architectural Sketches-1

SZUARSE3M

AR 337

اختصاصي

20

Application of Color in Architecture

SZUARSE3M

AR 341

اختصاصي

 

21

Architectural Design -2

SZUARSE4M

AR 440

اختصاصي

22

History of Architecture-2

SZUARSE4M

AR 438

اختصاصي

23

Strength of Material

SZUARSE4M

EL 420

اساسي

24

Construction Material

SZUARSE4M

CIC 521

اختصاصي

25

Islamic Study-4

SZUARSE4M

IC 401

پوهنتون شمول

26

Architectural Sketches-2

SZUARSE4M

AR 437

اختصاصي

27

Theory of Architecture

SZUARSE4M

AR 439

اختصاصي

 

28

Architectural Design -3

SZUARSE5M

AR 540

اختصاصي

29

History of Architecture-3

SZUARSE5M

AR 538

اختصاصي

30

Environmentally Sustainable System

SZUARSE5M

AR 551

اختصاصي

31

Surveying -1

SZUARSE5M

GD 513

اساسي

32

Structural Analysis

SZUARSE5M

EL 527

اساسي

33

Construction -1

SZUARSE5M

AR 544

اختصاصي

34

Islamic Study-4

SZUARSE5M

IC 401

پوهنتون شمول

 

35

Architectural Design -4

SZUARSE6M

AR 640

اختصاصي

36

Construction -2

SZUARSE6M

AR 644

اختصاصي

37

Technical Equipment-1

SZUARSE6M

AR 643

اختصاصي

38

RCC (Reinforced Cement Concrete)

SZUARSE6M

CIC 630

اساسي

39

Surveying -2

SZUARSE6M

GD 613

اساسي

40

Islamic Study-6

SZUARSE6M

IC 601

پوهنتون شمول

 

41

Architectural Design -5

SZUARSE7M

AR 740

اختصاصي

42

Application of Computer in Architecture

SZUARSE7M

AR 745

اختصاصي

43

Technical Equipment-2

SZUARSE7M

AR 743

اختصاصي

44

Professional Elective-1

SZUARSE7M

AR 754

انتخابي

45

Environmental and Community  Design

SZUARSE7M

AR 752

اختصاصي

46

Islamic Study-7

SZUARSE7M

IC 701

پوهنتون شمول

47

Working Safety

SZUARSE7M

AR 723

اختصاصي

48

Modern Architecture

SZUARSE7M

AR 746

اختصاصي

 

49

Architectural Design -6

SZUARSE8M

AR 840

اختصاصي

50

Landscape Architecture

SZUARSE8M

AR 848

اختصاصي

51

Fundamentals of urban

SZUARSE8M

AR 842

اختصاصي

52

Elective-2

SZUARSE8M

AR 855

انتخابي

53

Interior Design

SZUARSE8M

AR 847

اختصاصي

54

Islamic Study-8

SZUARSE8M

IC 801

پوهنتون شمول

55

Metal Elements

SZUARSE8M

CIC 831

اساسي

 

56

Architectural Design -7

SZUARSE9M

AR 940

اختصاصي

57

Research and Conferences in Architecture

SZUARSE9M

AR 949

اختصاصي

58

Project Programming

SZUARSE9M

AR 950

اختصاصي

59

Elective-3

SZUARSE9M

AR 957

انتخابي

60

Conservation and Restoration of Archaeological sites

SZUARSE9M

AR 955

اختصاصي

 

61

Diploma Project

SZUARSE10M

AR 1099

اختصاصي

62

Professional Skill

SZUARSE10M

CM 1035

اختصاصي

63

Building Estimation

SZUARSE10M

AR 1056

اختصاصي

 

 

  د مهندسي څانګې استادان

د مهندسي څانګې د استادانو شمير د رتبو په تفکيک سره

شماره

نوم او تخلص

د پلار نوم

علمي درجه

علمي رتبه

تخصصی رشته

دسنده

۱

نعیم الله

ظاهر شاه

ماسټر

پوهنمل

د ځمکې پراختیا او اداره

آمر

۲

قدرت الله ځواک

محمد علي

دوکتور

پوهنمل

ښاري ترانسپورتیشن

استاد

۳

سیف الله امین

محمد امیر

ماسټر

پوهنمل

ښاري پلان جوړونه

استاد

۴

 

ولي نور خان پیکان

 

نورافضل

ماسټر

پوهنیار

سیول

استاد

۵

مبارک شاه حکیمزی

میر جنت خان

ماسټر

پوهنمل

ښاري پلان جوړونه

استاد

۶

حفیظ الله مبارک

مبارک شاه

لیسانس

نوماند پوهنیار

مهندسي انجنیري

استاد