مهندسي څانګه (Architecture)

 

د مهندسي څانګې د آمر پیغام

لکه څنګه چې انسانانو د تاریخ په اوږدو کې تل هڅه کړي چې ځانونه د طبیعي ناوړه پيښو او خطرونو څخه خوندي کړي. او  د ژوند لپاره یو ارام، ښکلي، اقتصادي او د خپل کلتور او مذهب مطابق چاپیریال رامنځته کړي. د دې هدف لپاره انسانانو د بیلا بیلو لارو څخه هڅه کړيده او بیلا بیلو علوم او هنرونه یی پیل کړیدي. د انساني تاریخ له مخې د انسانانو د پيدایښت سره سم مهندسي علم منځته راغلي او هماغه وخت څخه خلکو د پوه معمار او سر معمار د مهندس په نوم یادوه. د وخت په تیریدو، د تکنالوژي په منځته راتګ د نویو موادو په پيژندلو سره د نوموړي علم بڼه او د هغې د زده کړې قوانین د بدلون په حال کې دي. اوسنی نړۍ کې  عصري ودانی، او د ښارونو عصري بڼې هغه څه دي چې د مهندس د مفکورې څخه سرچینه اخلي.

دشیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي مهندسي څانګه چې سږ کال به لسمه دوره فارغان ټولنې ته وړاندې کوي د هیواد یو له مهمو او بنسټیزو څانګو څخه شمېرل کیږي چې هر کال ورته  د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې له لارې محصلان  ور پیژندل کیږي. چې د مهندسي څانګې د مجربو استادانو په وسیله په علم  سمبالیږي. د څانګې درسي نصاب همیشه  د کار بازار ته په اړتیا سره د لوړود زده کړو وزارت سره په هما اهنګی تغیریږي او ټولې معاصرې او علمي لاسته راوړنې پکې ځاي پر ځاي کیږي.

په درسې نصاب کې د نظري زده کړو سربیره عملي او ساحوی کارونه هم په نظر کې نیول شوي دي چې همیش تطبیقیږي. د لابراتوارونو د تکمیل او جوړولو لپاره تل د پوهنتون په همکارۍ د موجوده امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو سره عملي اقدام شوی او کیږي.

په دې څانګه کې محصلان د تحصیلي دوري په لړ کې مختلف تخصوصي مضمونونه زده کوي. د دې څانګې فارغان د ودانیو د نقشو په جوړولو، د ښارونو په پلانولو، د ودانی د  پایداره سیستمونو په طرحه کولو، د نقشو په براورد کولو، نقشو په تطبیقولو  او داسې نورو انجینري برخو کې، په یوازې ډول د اختصاصي دندو د ترسره کولو وړتیا لري او کولای شي په یادو برخو کې څیړنیز کارونه هم ترسره کړي. یاده څانګه تل هڅه کوي چې خپلو امکاناتو ته په کتو له عصري تکنالوژي څخه په استفادې خپل محصلان په نظري او عملي ډول په مسلکي توګه وروزي تر څو په ټولنه کې د مختلفو مسلکي دندو د ترسره کولو لپاره وګمارل شي.

د مهندسي څانګې لنډه پیژندنه

کله چې پر (۱۳۸۱) لمريز کال شيخ زايد پوهنتون له پيښوره د افغان پوهنتون په نامه خوست ته انتقال شو، په اوایلو کې  انجنيري پوهنځي په چوکاټ کې مهندسي څانګه نه وه. له دې وړاندې د انجنيري پوهنځي په چوکاټ کې يوازې  سيول څانګې فعاليت درلود. د مسلکي زده کړو د مينه والو د هيلې او اميدونو غوټۍ هله ګل شوې، چې په شيخ زايد پوهنتون  کې د افغان بچو له پاره د پوهې ډيوې بلې  او د انجنيري پوهنځي په چوکاټ کې د سيول څانګې تر څنګ مهندسي څانګې هم په فعاليت پيل وکړ.

د يادې پوهنځې په چوکاټ کې  مهندسي څانګې د يوه علمي مرکز په توګه د علم تږي په (۱۳۹۱) لمريز کال کې په ځان را ټول کړل. هغه مهال د مهندسي څانګې ګوته په شمار علمي کادرونه درلودل؛ خو د وخت په تېرېدو سره يې علمي منزل پر لور چټک مزل پيل کړ. کله چې يادې څانګې د پوهې او هنر څراغونه بل کړل؛ نو مينه وال يې تتې رڼا ته ناست وو؛ خو ددې څراغ رڼا دومره ډېره او روښانه شوه، چې تر لرې لرې يې ډېرو ته، د منزل مقصود پر لور د مزل لارې روښانه کړې. اوس مهال له لنډ مزل وهلو وروسته ياده څانګه (۶) علمي کادرونه لري، چې د هېواد مختلفوسيمو ته د خپل علم رڼا ويشي.

سربېره پر دې چې مهندسي څانګې له پيله تر دې مهاله په سلګونه ځوانان د علم او پوهې په زېور ښکلي کړي، ورسره يې د خپلو علمي کادرونو ظرفيت لوړونې ته هم جدي پاملرنه کړې ده. دا مهال د يادې څانګې ډېری کادرونه د ماسترۍ او دوکتورا په کچه زده کړې لري او هڅه کوي چې لا نور هم د علم په زيور سمبال شي. دغه څانګه يو تن دوکتور او درې تنه ماستر او دوه لیسانس استادان لري.

اوس مهال  مهندسي څانګې خپلو محصلانو ته يو عامه کتابتون د انجینري په سطحه او یو عمومي کتابتون چې د پوهنتون په سطحه دی او ښه تدريسي او تحصيلي چاپيريال په واک کې ورکړي او استادان په تدريسي چارو کې د معاصرۍ ټيکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي او هڅه کوي، چې په خپلو تدريسي فعاليتونو کې د شاګرد محورۍ او د پایلو پربيناد زده کړې څخه ګټه پورته کړي.

مهندسي څانګې په پام کې لري، چې د لا ښه خدمت په موخه داسې محصلان وروزي چې د هرډول ودانيو ډيزاين په معياري ډول ترسره کړاي شي ترڅو ددې کړيدلي هيواد د ابادي او سمسورتيا باعث شي.

د مهندسي څانګې لید لوری Vision of Architecture Department

مهندسي څانګه خپل ټول امکانات په موثر ډول په کار اچوي ترڅو ټولنې ته داسې کادرونه وړاندې کړي چې د هيواد او سيمي په کچه د ودانیو مهندسي او ښار جوړونې په رشته کې مثبت تغيرات راوړي او خدمتونه وړاندې کړي.

د مهندسي څانګې رسالت Mission of Architecture Department Engineering

مونږ محصلان په تعليمي، څيړنيزو او تخليقي هڅو کې داسې ښکيل ساتو؛ څو د دې توان ولري، چې د دوامدارې زده کړې او ښو خدمتونو په واسطه ښې دندې او معنا لرونکی ژوند ولري، په داسې حال کې، چې د ټولنې، هيواد او نړۍ په اقتصاد، چاپيريال او د ټولنيز ژوند په وده کې رغنده رول ولوبوي.

 (Values) ارزښتونه

  • با کيفيته  لوړې زده کړې
  • د ملی يووالى ټينګښت
  • اخلاق او دیسیپلین
  • انډولتیا
  • سالمه اداره 
  • د ډیپارټمنټ اکاډيميکه ازادي

د مهندسي  څانګې موخي Objectives  of Architecture Department

  1. د ودانیو د مهندسي ډیزاین اصول، تیورۍ او معیارونه تشریح او تفسیر کول.
  2. د دولتي او خصوصي سکتورونو لپاره د ودانیو د ډیزاین او ساختماني پروژو اړوند مسلکي دندې ترسره کول.
  3. د ساختماني نقشو چمتو کول، لوستل او په عملي پروژو کې تطبیقول.
  4. د ودانیو د لګښتونو (براورد) محاسبه او د اقتصادي تحلیل ترسره کول.
  5. د ډلیز کار، مسلکي رهبرۍ، او د مؤثرې اړیکې مهارتونه په مسلکي چاپیریال کې کارول.
  6. د تخلیقي، نوښتګر، بحراني او تحلیلي فکر له لارې د انجنیري ستونزو لپاره مناسبې حللارې رامنځته کول.
  7. د پایدارو او معیاري ښارونو د پلان جوړونې په پروسو کې مسلکي ونډه اخیستل او د طرحو ارزونه کول.
  8. د ودانیو لپاره پایدار داخلي ډیزاین رامنځته کول چې د چاپېریال او کاروونکو اړتیاوې پوره کړي.
  9. د ودانیو د غږ، رڼا، تهویې او حرارتي هوساینې اړوند محاسبې او تحلیلونه ترسره کول.
  10. د پیچلو او مغلقو ودانیزو بڼو رسم، ماډل کول او تخنیکي ترسیم ترسره کول.
  11. په مهندسۍ کې د څېړنې او علمي تحقیق اصول کارول، د ډاټا تحلیلول او د څېړنیزو پایلو ارزونه کول.
  12. د مهندسي ستونزو د حل لپاره نوښتګر او پایدار ډیزاینونه رامنځته کول.

د مهندسي څانګې د زير بنايئ او روبنايي امکانات

 د څانګې د زيربينا برخه

د مهندسي څانګه اوس مهال  ۵  درسي ټولګي لري؛ خو د تدريس لپاره يواځې درې (۳) درسي خونې په واک کې لري. په اول پوړ کې ۳ تدريسي خونې، چې د مهندسي پنځم ټولګي، دریم ټولګی او څلورم ټولګي ته د سهار له خوا او  د ماسپېښین له خوا لومړی او دویم ټولګي  محصلانو ته د تدریس لپاره  ځانګړې شوي دی او په همدې پوړ کې د څانګې آمريت هم شتون لري. د درسي خونو د کمبود له امله د څانګې د ټولګيو مهالويش په ورځ کې دوه مهاله تنظیم شوی. همداشان څانګه د آمريت لپاره يو اطاق لري چې د څانګې آمر او استادان ورڅخه يوځاي ګټه اخلي.

د مهندسي څانګې روبنايي  برخه

مهندسي څانګه لکه چې مخکې ترې يادونه وشو د څانګې د آمريت اطاق چې د څانګې ټول استادان ورڅخه ګډه استفاده کوي په واک کې لري.

مهندسي څانګه پلان لري ترڅو په نيژدې راتلونکي کې د څانګې د محصلينو لپاره يو د اړينو ودانيو څخه  د مهندسي څانګې د محصلانو لپاره د نقشو د ترسیم سټوډيو، د موډلونو د ورکشاپ سټوډیو او سافټ ویر کمپیوټر لب جوړول دي. که څه هم پخوا د يادې ودانۍ لپاره په رسمي ډول  غوښتنه شوي حو تراوسه پورې یې کومه نتيجه نده ورکړي. څانګه پلان لري ترڅو په نژدې وخت کې ياده موضوع د نورو لارو څخه تعقيب کړي او د محصلينو لپاره سټوډيو او کمپیوټر لب هم جوړ کړي.

د مهندسي څانګې د علمي پروګرامونو پيژندنه

اکاډميکې کړنې

مهندسي څانګه اوس مهال په خپل تشکیل کې شپږ تنه رسمي استادان لري او نظر سمستر ته له دوه تر دریو پوري قراردادي استادان استخداموي. د څانګې هر استاد هڅه کوي ترڅو د کال په جريان کې خپل درسي ليکچر نوټونه، علمي داخلي او نړیوالې مقالي او د ترفيعاتو په موخه ژباړې ترسره کړي.

د څانګې استادان د نظري زده کړو سربيره د محصلينو لپاره د عملي کار زمينه هم برابروي. د بيلګې په توګه د څانګې محصلان په مسلسله او متواتره توګه د پوهنتون،خوست ولايت او د هيواد په کچه بيله بيلې ودانيو مهندسي ډيزاينونه ترسره کوي.

د علمي څيړنې، نوښت او انتقادي تفکر رامنځته کول

د مهندسي څانګې علمي کادرونه پر ترفيعاتو سربيره پر نورو مهمو او نویو موضوعاتو څيړنې کوي. علمي څېړنې، نوښتونه او انتقادي فکر عاميدل د  اکاډيميک چاپيريال د لا غوړېدا لپاره بستر برابروي. د مهندسي څانګې علمي کادرونه هڅه کوي چې په خپلو څيړنو او اداري چارو کې پورتنيو پديدو ته ځانګړي ځاي ورکړي.

علمي څيړنه

په يو علمي چاپيريال کې څيړنه حياتي ارزښت لري. د پوهنتون له استاده هيله کيږي چې د خپلو څيړنو او تحقيقاتو پر مټ د ژوند ډېرو ستونزو ته ځواب ووايي. د مهندسي څانګې علمي کادرونه او رهبري د ژوند ډېرو ستونزو ته د ځواب ويلو په پار خپلې علمي هڅې ګړندۍ کړيدي.

کړنلارې:

1) د علمي څيړنو پراخول او په بااعتباره ژورنالونو کې خپرول.

2) د استادانو لخوا د HEDP او لوړو زده کړو وزارت ته د تحقيقي پروپوزلونو ليږل.

3) نويو مقررو شويو استادانو ته د ځانګړو پروګرامونو له لارې د تحقيق ارزښت ښودل او په تدريس کې يې عملي کول.

4) د څانګې په کچه د علمي پرسونل هڅول، چې د دغو روزنيزو پروګرامونو محتويات په خپلو تحقيقاتي پروژو کې تطبيق کړي.

5) روزل شوي استادان به مکلف وي چې محصلانو ته وروښيي چي په څه ډول خپلې صنفي پروژې، سيمينارونه، ګروپي کنفرانسونه او نورې زده کړييزې پروسې د نويو څيړنيزو ميتودونو په مرسته ترسره کړي.

6) د شاګرد محورۍ له ميتود څخه لکه فعالې زده کړې، همکارې زده کړې، د پروژو او ستونزو پربنياد زده کړې په ټولګيو کې کارول

7) د OBE/SCL ميتود عملي کول

8) د مختلفې معاصرې ټيکنالوژۍ څخه استفاده کول

9) د ټولنې پر اساسي ستونزو څيړنې کول او هغوي ته د حل‌لارو موندل.

10)  مهندسي څانګه هڅه کوي چې په استادانو کې د نوښت او ابتکار روحيه پياوړې کړي. ياده اداره ژمنه ده، چې نوښتګر استادان او محصلين وستايي چې دا بهير لا ګړندي کړي.

11)  محصلانو ته د عملي کار (Internship) زمينه برابرول

12)  محصلانو ته د علمي سفر زمينه برابرول

13)  د استادانو او محصلانو له لورې علمي او روزنيزو پرزينټشنونو ورکول او ورکشاپونو دايرول

14)  د محصلانو ترمينځ د لا همانګۍ په پار د علمي برنامو لکه: کلتوري برنامې، مباحثې، محاوري ساعتونه او نور پر لاره اچول

15)    په ټولنه کې د استادانو او محصلانو رغنده رول لوبول

16)  د مهندسي څانګې رهبري او اداره هڅه کوي د موثقو او کره مالوماتو په راټولو او تحليل سره وکولي شي، د زده کوونکو بريا او اغيزمنتوب ته وده ورکړي.

د مهندسي څانګې تحصیلي نصاب کتلو لپاره دغه لينک کېکاږئ

د مهندسي څانګې تشکيل کتلو لپاره دغه لينک کېکاږئ