شیخ زاید پوهنتون علمي شورا ناسته تر سره شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۱:۴۲
f

شیخ زاید پوهنتون علمي شورا ناسته تر سره شوه.

نن يکشنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۷مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعيل روحاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه، چې د ښاغلي روحاني سربېره، پوهنتون معاونینو، پوهنځيو رئیسانو او استادانو پکې ګډون کړی و.

m

د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعیل روحاني پرانیستونکې خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د تضمين کیفیت پروسې په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به پیل شي معلومات ورکړل.

په یاده ناسته کې د دوهم سمستر آزموینې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د لوړو زده کړو وزارت هدايت سره سم به د روان ۱۴۰۲ هـ.ش کال د عقرب مياشتې په شپږمه(۶) نيټه پيل شي، همدارنګه د ځینو استادانو په علمي ترفیعاتو او یو شمېر متفرقه مسائلو باندې بحث ترسره شو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې او ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS