د البیروني پوهنتون سره د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۱:۳۱
dd

د البیروني پوهنتون سره د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو. د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د تلې میاشتې ۲۵ مه، د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الثاني له ۲مې نيټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون او البیروني پوهنتون ترمنځ د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو، چې په ترڅ کې به یې دواړه پوهنتونونه د یو بل سره د تجاربو او علمي معلوماتو شریکولو، علمي غړو د ارتقا ظرفیت او ترفیعاتو په برخه کې همکاري، د علمي تحقیقاتو او مقالو برابرولو کې د یو بل سره همکاري او محصلانو ته په سیمینارونو، کنفرانسونو، ورکشاپونو او نورو پروګرامونو کې د اسانتیاوو برابرول شامل دي.

m

د یاد تفاهم لیک د لاسلیکولو په مراسمو کې د شيخ زايد يوهنتون علمي مرستیال او سرپرست سید اسماعیل روحاني، د البیروني پوهنتون رئیس مفتي وقایت الله وقار، د البیروني پوهنتون او د شیخ زاید پوهنتون محصلانو، مالي او اداري چارو مرستیالانو او د دواړو پوهنتونونو کادري غړو ګډون کړی و. د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS