اداري کارکونکو ته د دیني مسائلو او خپلو دندو ته د ژمنتیا اصلاحي درس ورکړل شو.
د شیخ زاید پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت لخوا د پوهنتون اداري کارکونکو ته د لمانځه اړوند مسائلو او خپلو دندو ته د ژمنتیا اړوند اصلاحي بیان وشو، چې مامورين پکې د خپلو ورسپارلو دندو په ښه او خپل وخت ترسره کېدو ته و هڅول شول.
د شیخ زاید پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت د لوړو زده کړو وزارت د پلان مطابق ټولو پوهنځیو محصلانو ته په دیني او اصلاحي برخه کې بېلا بېل پروګرامونه په لاره اچولي، ترڅو محصلان د نورو علومو تر څنګ په فکري او دیني برخه کې هم په ښه ډول وروزل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت