د شیخ زاید پوهنتون د استادانو او اداري کارمندانو د ښارګوټي د افتتاح شانداره مراسم ترسره شول.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۵:۴۴
Szu Staff Openning Program

نن ورځ ۱۴۰۱ هـ ، ل د سنبلې میاشتې ۲۶ چې ۱۴۴۴ د صفرالمظفر د میاشتې 21 نېټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون د استادانو او اداري کارمندانو د ښارګوټي د افتتاح مراسم ترسره شول.

په يادو مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه ، د پوهنتون مرستیلانو، د خوست محترم والي ښاغلي محمد نبي عمري، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلی دوکتور لطف الله خیرخواه، د محصلانو چارو معین سید اسماعیل روحاني، ، د لوړو زده کړو وزارت د اسلامي ثقافت د کادري ازموینې کمېټې مسؤل مفتي محمد سعید، د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال، د ښارسازۍ رئیس مولوي حضرت جمال، د ۲۰۳ منصوري قول اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندان حافظ رشید، استادانو، اداري کارمندانو، نظامي مسئولینو، قومي مشرانو او ژورنالېستانو ګډون درلود.

 

Governer of khost

 

 

مراسم د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل قاري محمد ولید اسحق زي لخوا پیل شول.

د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد شفیق رشاد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د شیخ زاید پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو د ښار ګوټي د افتتاح مراسمو په اړه وویل چې له ډېر انتظار وروسته دا دی ددې شاهد یو، چې د یاد ښارګوټي په مراسمو کې ګډون کوو.

 

Qari Walid

 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه په خبرو کې ټولو استادانو او اداري کارمندانو ته د ښار ګوټي د پرانیستلو مبارکي وویله او زیاته يې کړه، چې استادانو ته په کار ده چې، ټولنې ته په علمي برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړي، ترڅو مو هېواد په علمي برخه کې له نورو سره سیالي وکړای شي،کله چې قلم او علم خالص پاتې شي، نو بیا په هغې کې هيڅ ډول تقلب ته زمینه نه مساعديږي، ده زياته کړه چې، د خوست خلکو مینه له علم سره زیاته ده، نو په کار ده چې د علم په برخه کې ورته د زړه له تله خدمت وکړل شي.

 

Moeen OF Mohe

 

 

ښاغلي خیرخواه وویل، چې زمونږ ولس او هېواد د برم او عزت خاوره ده، ډېره توجه په کار ده چې، ددې اصیل ولس اصلي ترجماني وکړو.

قومي مشر حاجي خان محمد جان په خپلو خبرو کې د خوست والي ښاغلي محمد نبي عمري د هلو ځلو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ډېر د خوشالۍ ځای دی، چې د شیخ زاید پوهنتون د ښارګوټي د پرانیستنې په مراسمو کې ګډون کوو، نوموړي په ټولو ولسونو باندې غږ وکړ چې د دې اسلامي نظام اـا.ا کلک ملاتړ وکړي او په هیڅ ډول چا ته اجازه ورنکړي، چې لاسته راغلی نظام مو وننګوي.

د خوست والي محمد نبي عمري هم خبرې وکړې، د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې راځئ ددې هیواد د ابادۍ، ترقۍ او پرمختګ لپاره په ګډه نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړو ترڅو د نورو هېوادونو سره په علمي ډګر کې سیال پاتې شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS