د شیخ زاید پوهنتون ستونزو په تړاو د لوړو زده کړو وزارت مقام سره لیدنه وشوه

szu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۹:۸
szu

د (۱/چنګاښ/۱۴۰۰) نیټه د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي ، په ولسي جرګه کې د خوست خلکو استازی انجینر هلمند هلمند او د شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون سرطبیب داکتر تاج ملوک صمیم د پوهنتون اړوند اړینو ستونزو په تړاو د لوړو زده کړو محترم وزیر دوکتور عباس بصیر سره ناسته کړه.د ناستې په پیل کې محترم وزیر دوکتور بصیر پلاوي ته ښه راغلاست اووې او ورپسې د پوهنتون رئیس محترم اریوبي د پوهنتون اړینې ستونزې یوه په یوه محترم وزیر صیب ته وړاندې کړې.ښاغلي اریوبي په خپل ګزارش کې د جمهوري ریاست هغه حکم ، چې د پوهنتون کادري روغتون په اړه شوی، د تکملیدو غوښتنه وکړه. د ګزارش له اوریدو وروسته محترم وزیر دوکتور بصیر د وزارت اړوند مالي چارو ریاست ته هدایت وکړ، چې په عاجل ډول د کادري روغتون لپاره بودیجه انتقال کړي. همدا شان محترم وزیر صیب د انساني سرچینو ریاست ته دنده ورکړه چې، د کادري روغتون لپاره د پرسونل زیاتوالي په موخه پشنهاد ترتیب او د جمهوري ریاست تاید وروسته روغتون ته په واک کې ورکړل شي. وزیر صیب د روغتون پرسونل د ظرفیت لوړونې په اړه د پوهنتون ریاست څخه غوښتنه وکړه چې د وزارت په عنوان یو پشنهاد ترتیب کړي، ترڅو له هیواده بیرون د مرستندویه ارګانونو په مرسته د ټرنېنګونو زمینه ورته برابره کړو.

د کادري روغتون دویمې ودانۍ چې ډیزاین یې د جمهوري ریاست اړوند د ملي انکشاف عملیاتي او حمایوي واحد ته سپارل شوی، بحث وشو ترڅو پروسه یې ګړندی شي. د کادري روغتون د برېښنا لپاره د یوه قوي ترانسفرمر پر تهیه کولو هم بحث وشو، ترڅو کادري روغتون لپاره دوامداره برېښنا تهیه کړای شي، چې د محترم وزیر صیب لخوا یې د نصبیدو ډاډ ورکړل شو.

د انجینري پوهنځی اړوند چارو په هکله هم وزیر صیب اړوند ادارو ته هدایت ورکړ چې د تدراکاتو چارو ته یې سرعت ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سافټويرونو په مرسته د مأخذونو ليکلو تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د پوهنځيو څېړنو فرعي کمېټو لپاره د انټرنيټي پوستغالو (زیترو، مانډيلي او اينډ نوټ سافټويرونو) په مرسته د مأخذونو ليکلو يو ورځنی ورکشاپ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز ملي پروګرام رئیس د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون څخه لېدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز ملي پروګرام رئیس ډاکتر علي احمد امین او ورسره مل پلاوي د تدریسي روغتون سرطبيب او مسؤلینو سره د يوې غونډې په ترڅ کې لېدنه وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

د تدریس اغېزمن مېتودونه او د ټولګي مدیریت تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په دې ورکشاپ کې به اغېزمن تدریس، تدریس مهم عناصر، موخې، د یوه فعال او اغېزمن ښوونکي ځانګړنې، ټولګي مدیریت، وخت مدیریت، ټولګي د پیل مدیریت، مثبت تقویت کارول او نورو موضوعاتو باندې. . .

BACK TO NEWS