د کمال خان بند د خوښیو نمانځلو په پار د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۴:۲۳
szu kamal khan ban syali

ېپرون ورځ دوشنبې (۹/حمل/۱۴۰۰) شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۲ پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ ، چې د کمال خان بند د خوښیو نمانځلو په پار د محصلانو چارو معاونیت لخوا په لاره اچول شوي وې ، پای ته ورسیدې.

یادو سیالیو پای لوبې ته د کرنې او ادبیاتو پوهنځیو ټیمونو لاره پیدا کړې وه، چې لوبه د کرنې پوهنځي په ګټه پای ته ورسیده.

د پای لوبې ګټونکی ټیم ته د محصلانو چارو مرستیال محمد داود بابکرخیل په لاس د بریا جام ډالۍ شو. ښاغلي بابکرخيل د لوبې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د کمال خان بند خوشالۍ د ټول هیواد لپاره خوشالۍ وبللې او له ټولو ټیمونو څخه یې مننه وکړه چې د لوبو جریان یې پرته د کومو ستونزو پای ته ورسوو.

ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال فیض الله فیض د محصلانو ترمنځ همغږي وستایله او د دا ډول لوبو او پروګرامونو لپاره یې د حمایت ډاډ څرګند کړ.

د کرنې پوهنځي د والیبال ټیم کپتان محمد یوسف رحماني د ټورنمنټ غوره لوبغاړي په توګه مډال خپل کړ.

د یادولو وړ ده چې د شیخ زاید پوهنتون ادارې لخوا د کمال خان بند په تړاو د لوبو تر څنګ علمي بحثونه، سیمیارونه او مقالې وړاندې شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS