د انجینري پوهنځي محصلینو تجربو، څیړنیزو او عملي زده کړو د زیاتوالي لپاره هوکړه لیک لاسلیک شو

szu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۹:۴۸
د انجینري پوهنځی څیړنیز پروګرام

د شیخ زاید پوهنتون د انجینري پوهنځی او د خوست ښار جوړولو او ځمکو ریاست سره د علمي چارو د انجینری مسلک اړوند په اتو(۸) مادو کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو
په یاده هوکړه لیک کې د دواړو اړخونو لخوا د افکارو دتبادلي او اسانتیاوو برابرول، په علمي ، تحقیقاتي او تکنالوژیکي نمایشاتو کي همکاري، محصلانو ته د علمي او څيړنیزو کارونو زمینه مساعدول، د انجینري پوهنځی محصلین په پروژو کې روزل، د پروژو په ډیزاین کې همکاري، د نویو ترلاسه شویومعلوماتو، کتابونو او تحقیقاتي نتایجو شریکولو په برخه کې، د پوره همکاریو ډاډ او د عملي کولو په برخه کې کلک هوډ څرګند کړیدی.
د شیخ زاید پوهنتون رئیس او اداره تل په دې هڅه کې ده، ترڅو محصلین په عملي ډول وروزل شي چې په راتلونکي کې د هېواد لپاره په مسلکي ډول خدمت وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۴۵
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له لوري پامير خصوصي پوهنتون ته د کتابتون مديريت پرمختللی سیستم ورکړل شو.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند کتابتون آمريت له لوري د پامير خصوصي پوهنتون کتابتون ته د چارو د لا معياري کولو په موخه د ځانګړي همکارۍ له مخې پرلیکه مديریتي سيستم په رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS