د اسلامي شریعت له نظره د افرادو اساسي حقوق او وجایب تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۴۱
vfcdghnjmnmn

نن دوشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې ١٧مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۹مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون امام ابوحنیفه رحمه الله غونډو تالار کې د اسلامي شریعت له نظره د افرادو اساسي حقوق او وجایبو تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو. 
د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د استاد مولوي عیدالرحمن وهاج لخوا د ژوند حق، انساني کرامت حق، عدل او مساوات حق، علم حق، د بل وژنې حرمت، د ځان وژنې حرمت او اړوندو نورو موضوعاتو باندې معلومات وړاندې شول. د دې تر څنګ د استاد مولوي نقیب احمد متوکل لخوا د ایمان او عقیدې وجیبه، د عبادت وجیبه، اخلاقي وجیبه او اړوندو نورو موضوعاتو باندې مفصل معلومات وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې یاد سیمینار د محصلانو چارو معاونیت لخوا برابر شوی و او د پوهنتون دوولسو پوهنځیو څخه زیات شمېر محصلانو پکې ګډون کړی و.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS