کارکوونکو مدیریت او د ستونزو حل تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۳۲
 n mmkhbnh

د کارکوونکو مدیریت او د ستونزو حل تر عنوان لاندې اداري کارمندانو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
چې پکې د کارکوونکو مدیریت، اداره، بشري منابعو، د مدیریت ارزښت، د اسلام له نظره بشري سرچینو مفهوم، په اسلام کې د مدیریت لپاره اصول، د رزونې او پرمختګ اصول، د معاشونو او تشویق اصول، د مالي او اداري سرچینو شفافیت، د کارکونکو معیارونه، د معاصر  او اسلامي انساني سرچینو سیستمونو مقایسه، د بشري سرچینو ځانګړتیاوې، د دندې تحلیل، د اسلام له نظره د شخړي حل اصول او یو شمېر نورو اړندو موضوعاتو نظرونه او معلومات تبادله او وړاندې شول. 
د یادونې وړ ده چې یاد سیمینار د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت تر چتر لاندې تنظیم شوی و او د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل اکمال ناصر امیري لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د ساري ناروغیو مخنیوی، حفظ الصحه او لومړنۍ مرستې تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پیل کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد وینا وکړه، نوموړي د سیمینار په ارزښت، ګټو او اړتیا سربېره، د وخت په قدر او اهمیت باندې مهمې لارښوونې وړاندې کړې.

BACK TO NEWS