کارکوونکو مدیریت او د ستونزو حل تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د کارکوونکو مدیریت او د ستونزو حل تر عنوان لاندې اداري کارمندانو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
چې پکې د کارکوونکو مدیریت، اداره، بشري منابعو، د مدیریت ارزښت، د اسلام له نظره بشري سرچینو مفهوم، په اسلام کې د مدیریت لپاره اصول، د رزونې او پرمختګ اصول، د معاشونو او تشویق اصول، د مالي او اداري سرچینو شفافیت، د کارکونکو معیارونه، د معاصر او اسلامي انساني سرچینو سیستمونو مقایسه، د بشري سرچینو ځانګړتیاوې، د دندې تحلیل، د اسلام له نظره د شخړي حل اصول او یو شمېر نورو اړندو موضوعاتو نظرونه او معلومات تبادله او وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې یاد سیمینار د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت تر چتر لاندې تنظیم شوی و او د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل اکمال ناصر امیري لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

