سیول څانګه (Civil Department)

 د سيول څانګې لنډه پیژندنه

د شیخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځی د افغان پوهنتون زېږنده ده چې د افغان پوهنتون له شروع څخه انجینري پوهنځی درلوده او د سیول په څانګه کې یې ځوان کادرونه ټولني ته وړاندې کړيدي. کله چې افغان پوهنتون د خوست د خلکو او مخورو قومي مشرانو په زيار او کوښښ سره د وخت جمهوررئیس ښاغلی حامد کرزي په ځانګړي فرمان سره په ۱۳۸۱ هـ ل کې خوست ته را انتقال  شو د نورو پوهنځيو سره په څنګ کې انجينري پوهنځی هم په کار او فعاليت پيل وکړ چې په لومړي سر کې د لږ شمېر استادانو په کمک سره د ډېرو لږو مادي امتيازاتو په مقابل کې تدريس پر مخ بیول کېده، چې په لومړيو وختونو کې انجينري او زراعت پوهنځی د يوې پوهنځی په توګه په جلا څانګو کې تدریسي بهیر پر مخ وړل کیدو، خو د وخت په تیرېدو سره چې کله د استادانو تعداد زيات شو او نو ی ديپارتمنتونه هم ايجاد شول انجينري او زراعت پوهنځی سره جدا شوې او مستقلې پوهنځی وپېژندل شوې. په لومړيو کالونو کې د محصلينو شمېر هم لږ ؤ او د وخت په تېرېدو سره د استادانو شمېر زيات شو او ور سره جوخت د محصلينو شمېرهم زيات شو.

لکه مخکې یادونه وشوه چې انجینري پوهنځی د ایجاد څخه د سیول څانګه لري او په دې برخه کې یې سلګونه ځوان کادرونه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

  د سيول څانګې لر لید (Vision of Civil Department)

د انجنیري پوهنځی سیول ډیپارټمنټ باید د یو داسې لوړ او با کیفیته سیستم څخه برخه من وي  چی د افغانستان د پرمختګ، بیارغونې او ټولگټو ضامن، ملی او اسلامي ارزښتونو ته ژمن، په پرمختللي علمي پوهه سمبال، مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي او د سیمې په کچه او هم په  نړیواله ټولنه کې  لوړ اعتبارو لري.

   د سيول څانګې رسالت (Mission of Civil Department)

د انجينري پوهنځی سیول څانګه زيار باسي چې خپل وران ويجاړ هیواد ته د خدمت په موخه پوه او مسلکي کسان وړاندې کړي. په دې اړه محصلینو او نورو هغو کسانو ته چې په  علمي او اکاډ میکو شرایطو برابر وي د لوړو زده کړو د انډولیز لاس رسي لارې هوارول، د لوړو زده کړو بنسټونو ته وده او پرمختګ ورکول، د ښه او غوره درسي مفرداتو او کاریکولم درلودل، ټولنی ته په ځان بسیا د داسې مسلکي فارغانو وړاندې کول چې په  علمي  مسلکي ډګر کې د ودانیزو پروژو په طرحه، ډیزاین او اداره کې د سیالۍ وړتیا ولري او په اقتصادي وده، ټولنيز پرمختګ، رغونه او بیارغونه کې چې د افغانستان او ټولنې په ثبات کی نیغه ونډه لري، برخه واخلي، د ځان دنده بولي.

  د سيول څانګې موخي

  • د پوهې لاس ته راوړل  او د ملي پروګرامونو پربنياد په ټولنه کې د هغې خپرول
  •  نظري او عملي زده کړې
  •  عنعنوي زده کړې (نه غيابي)
  • د ډیپارټمنټ عصري کول ترڅو د نوي نړۍ غوښتنو ته ځواب ویلو وړتیا ولري او په هغوې کي مثبت بدلون راوستل چې د مديريت، استادانو او کارمندانو نقش په واضح ډول معلوم وي.
  • د ښه کيفيت او اړوندو اکاډميکو پروګرامونو وړاندې کول چې ملي او سيمه ييزو اړتياوو ته ځواب ويونکي وي او د نړيوالې سيالۍ وړتيا ولري.
  • د ډيپارټمڼټ په چوکاټ کې د يوه داسې علمي چاپيريال رامنځته کول چې په هغه کې به ازاد بحث، پوښتنې، وړاندیزونه او رغنده نېوکې د ښه کیفیت په موخه په کار واچول شي.
  • په تدريسي او زده کړه ييزو چارو کې د کيفيت يا څرنګوالي سمون چې ډاډمن شي تعليمي نصاب يې ملي او سيمه ييزو غوښتنو ته ځواب ويونکى دى.
  • په ډیپارټمنټ کې د څيړنو د کلتور رامنځته کول چي په ساختماني، پرمختیايي او د بیارغونې په برخه کې د هيواد په کچه د بې شمېره مشکلاتو او ننګونو په حل کې مرسته وکړي.

 

 د سيول څانګې کاریکولم . د سيول انجنیري په څانګه کې د څلورو کلونو په ترڅ کې لاندې نصاب تدریس کېږي او د لیسانس په کچه فارغان ټولنې ته وړاندې کوي.

اول کال (لومړی کال لومړی سمستر ) – د سمستر کوډ: SZUENCE1MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

کریډیټونه

۱

دا سلام اعتقادي نظام

SL-IC 0171

پوهنتون شموله

2

۲

تلاوت او تجوید

SL-IC 0172

پوهنتون شموله

2

۳

د افغانستان تاریخ

HIST 0102

پوهنتون شموله

1

۴

عمومي انګلیسي

ENGL 0103

پوهنتون شموله

3

۵

کلکولس ۱

MATH 0104

اساسي

4

۶

کیمیا  ۱

CHEM 0105

اساسي

4

۷

مبادي انجینري

ENCE 0106

اساسي

3

۸

تخنیکي رسم

ENCE 0107

اساسي

3

 

 

اول کال (لومړی کال دويم سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE2MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

کریډیټونه

۱

د اسلام عبادتي نظام

SL-IC 0273

پوهنتون شموله

2

۲

نبوي سیرت

SL-IC 0274

پوهنتون شموله

2

۳

تخنیکي انګلیسي ۱

ENGL 0203

پوهنتون شموله

3

۴

کالکولس ۲

MATH 0204

اساسي

4

۵

فزیک ۱

PHYS 0208

اساسي

4

۶

تخنیکي رسم ۲

ENCE 0207

تخصصي

3

۷

ک  کمپیوټر پروګرامینګ

ENCE 0209

اساسي

3

    

دريم سمتر (دويم کال لومړی سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE3MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

کریډیټونه

۱

د اسلام اخلاقي نظام

SL-IC 0375

پوهنتون شموله

2

۲

د اسلام ټولنیز نظام

SL-IC 0376

پوهنتون شموله

2

۳

تخنیکي انګلیسي ۲

ENGL 0303

پوهنتون شموله

3

۴

کالکولس- ۳

MATH 0304

اساسي

4

۵

فزیک – ۲

PHYS 0308

اساسي

4

۶

ستاتیک

ENCE 0310

تخصصي

4

۷

سروی – ۱

ENCE 0311

تخصصي

3

۸

د چاپیريال ساتنې مبادي انجینري

ENCE 0312

تخصصي

2

 

 

څلورم سمتر (دويم کال دويم سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE4MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

کریډیټونه

۱

فکري پوهنه

SL-IC 0477

پوهنتون شموله

2

۲

ادیان او مذاهب

SL-IC 0478

پوهنتون شموله

2

۳

سروی – ۲

ENCE 0411

تخصصي

3

۴

تفاضلي معادلې

MATH 0404

اساسي

4

۵

ډینامیک

ENCE 0412

اساسي

3

۶

د موادو مقاومت

ENCE 0413

تخصصي

4

۷

انج    انجینري جېولوجي

ENCE 0414

تخصصي

3

 

 

 

پنځم سمتر (دريم کال لومړی سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE5MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

کریډیټونه

۱

د اسلام سیاسی نظام

SL-IC 0579

پوهنتون شموله

2

۲

د اسلام اداري نظام

SL-IC 0580

پوهنتون شموله

2

۳        

ساخ    ساختماني مواد او ميتودونه

ENCE 0516

تخصصي

3

۴

د ساختمان تحلیل -۱

ENCE 0517

تخصصي

3

۵

هایدرولوژي

ENCE 0518

تخصصي

3

۶

اح   احصایه او احتمالات

ENCE 0519

اساسي

3

۷

د سیالاتو میخانیک

ENCE 0520

تخصصي

4

۸

د سرکټ تحلیل

ENEE 0521

اساسي

3

 

شپږم سمتر (دريم کال دويم سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE6MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

کریډیټونه

۱

د اسلام اقتصادي نظام

SL-IC 0601

پوهنتون شموله

2

۲

د ساختمان تحلیل-۲

ENCE 0617

تخصصي

4

۳

اوسپنیزکانکریټ-۱

ENCE 0622

تخصصي

4

۴

هایدرولیک

ENCE 0623

تخصصي

4

۵

د ترانسپورټيشن  انجينري

ENCE 0624

تخصصي

3

۶

د خاورې ميخانيک

ENCE 0625

تخصصي

4

۷

سيم         سیمينار-۱(د څيړنې مېتودولوژي)

ENCE 0626

اساسي

1

اووم سمتر (څلورم کال لومړی سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE7MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

کریډیټونه

۱

قرآن او معاصر علوم

SL-IC 0782

پوهنتون شموله

2

۲

اوسپنیزکانکریټ-۲

ENCE 0722

تخصصي

4

۳

د اوبه رسونې انجينري

ENCE 0727

تخصصي

3

۴

سيمينار-۲

ENCE 0726

تخصصي

2

۵

مسلکي انتحاب-۱

ENCE 0728

اختياري

3

۶

سړک جوړونه

ENCE 0729

تخصصي

3

۷

د فولادي ساختمانونو ډيزاين-۱

ENCE 0730

تخصصي

3

 

 

ګڼه

اختياري مضمون

د مضمون کوډ

کریډیټونه

۱

د ابياري انجينري

ENCE 0728

3

۲

هايدروتخنيکي ساختمانونه

ENCE 0728

3

یی

 

         

اتم سمتر (څلورم کال دويم سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE8MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

کریډیټونه

۱

د اسلام تمدن

SL-IC 0883

پوهنتون شموله

2

۲

د فاضله اوبو انجينري

ENCE 0831

تخصصي

3

۳

د پروژې ډيزاين

ENCE 0832

تخصصي

4

۴

د تهداب انجينري

ENCE 0833

تخصصي

4

۵

مسلکي انتحاب-۲

ENCE 0834

اختياري

3

۶

غير مسلکي انتحاب

ENCE 0835

اختياري

3

۷

ساختماني مديريت

ENCE 0836

تخصصي

3

 

ګڼه

اختياري مضمون

د مضمون کوډ

کریډیټونه

۱

د زلزلې انجينري

ENCE 0834

3

۲

د هوايي ميدان ډيزاين

ENCE 0834

3

۳

براورد

ENCE 0835

3

۴

جي ای اس (GIS)

ENCE 0835

3

د یادونې وړ ده چې په سیول څانګه کې ټول (۱۵۶) کرېډیټونه تدریسیږي چې (۱۸) پوهنتون شموله، (۸۳) تخصصي، )۴۶) اساسي او (۹) اختياري دي.

 

د سيول څانګې تشکیل:

د سيول څانګه د آمر په شمول ۱۱ نفره رسمي اکاډمیک غړی لري چې د همدې پرسونل په مرسته یاده څانګه خپل روزنیز او اکاډمیک فعالیتونه مخ ته وړي چې د یادو اکاډمیکو غړو شهرت په مفصل ډول په لاندې جدول کې ذکر شوي دي.

شماره

نوم او تخلص

د پلار نوم

علمي درجه

علمي رتبه

تخصصی رشته

دنده

۱

ولی الله قاسمي

فصيح الله

ماسټر

پوهندوی

صنعتي او مدني ودانۍ

آمر

۲

ريدي ګل همدرد

فقيرحسين

ماسټر

پوهندوی

ترانسپورتیشن

د پوهنځی رئیس

۳

نورالله زاهد

علي ګل

ماسټر

پوهنوال

سترکچرل انجينري

استاد

۴

 

محمدنورجان احمدي

 

احمدجان

ماسټر

پوهندوی

سترکچرل انجينري

استاد

۵

نصرت الله نصرت

عبدالغفور

ماسټر

پوهندوی

ساختمان

استاد

۶

رئیس خان الفت

جهان بادشاه

ماسټر

پوهنيار

سترکچرل انجينري

استاد

۷

محب الله مهجور

ولي محمد

ليسانس

نامزد پوهنيار

سيول انجينري

استاد

۸

نقیب احمد

ملا محمد قسیم

ماسټر

پوهندوی

سترکچرل انجینري

د بریښنا څانګې آمر

۹

صابر شاه

بهرام

ماسټر

پوهنمل

ټرانسپورټییشن

استاد

۱۰

اختیار ګل

ریدی ګل

ماسټر

پوهیالی

د سواحلو تحکیم کاري

استاد

۱۱

هدایت الله

عنایت الله

ماسټر

پوهنیار

ټرانسپورټيشن

استاد