سېول انجینري څانګه

د سېول انجینري څانګې د آمر پیغام

انجنيري پوهنځی د افغان پوهنتون په چوکاټ کې د کوزې پښتونخوا د پشاور ښار کې د پوهنتون له پیل سره يو ځای ایجاد شوی دی، چې وروسته په ۱۳۸۱ هـ ل کال کې د افغانستان خوست ولایت ته د را انتقال کېدو سره سم د نوي استادانو په جذب او د کابل پوليتخنیک پوهنتون د څو باتجروبه استادانو پر مټ يې د تدریسي چارو پرمخ وړل پیل کړل، چې د انجنيري پوهنځي د ایجاد په وخت یې د سېول څانګه هم درلوده، چې لله الحمد تردې مهاله يې زیات مسلکي انجنيران ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د سېول څانګې مشرتابه، اداره او علمي کادرونه په ډېر ورين تندي خپلو مراجعينو او درنو محصلانو ته له هر ډول سيمه‌ييز توپير او تبعيض پرته معياري خدامات وړاندې کوي او تل د ګرانو هېوادوالو په چوپړ کې ده. موږ لپاره دا د وياړ او افتخار ځای دی چې په يو داسې يو علمي او اکاډيميک ماحول کې د خپل هېواد درنو ګلاليو ځوانانو ته د علم او روښنايۍ ډيوې په لاس ورکوو، چې دوی يې بیا د خپل ګران وطن د ابادۍ او سمسورتيا په پار خوروي. موږ ژمنه کوو چې دلته به په اسلامي او ملي روحيه سمبال داسې علمي کادرونه روزو چې د ګران هېواد په فکري بيارغونه او همدارنګه د هيواد په جوړونه او پرمختک کې به مهم رول ولري او هم په سيمه يزه او نړيواله کچه سيالي وکړی شي. پر دې سربېره ياده څانګه دا خپل مسؤليت او رسالت ګڼي چې د سېول انجنيري زده‌کړې تر څنګ داسې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې په علمي او عملي ډګر کې د حساب هستۍ وي او زموږ سترګې پرې لوړې وي.

بايد يادونه وکړو چې موږ هر وخت ستاسو مشورو او همکاريو ته اړتيا لرو، تر څو لا هم خپل خدمات معياري او له کيفيته ډک کړو، له خپلو ګرانو هېوادوالو په خورا درنښت هيله کوو، چې د خپلو بچيانو په تعليم، تحصيل او روزنه کې قربانۍ ورکړي او خپلې ټولنې ته سالم کادرونه وړاندې کړي. د سېول څانګې اداره او درانه علمي کادرونه د خپلو قدرمنو هېوادوالو د بجيانو په روزنه او د دوی په خدمت کې دي او تل به وي، ان شاءالله.

د سېول انجنیري څانګې لنډه پیژندنه

د بشريت د ژوند د پيل سره سم انسانان پدې هڅه کې دي چې د هوسا ژوند د تيرولو لپاره ښه چاپيريال رامنځته کړي او هغه څه چې په طبيعت کې موجود دي د هغوی څخه د ځانه په ګټه کار واخلي.

سېول انجنيري د مسلکي انجنيري یوه څانګه ده چې د فزیکي او طبیعي ډول جوړ شوي چاپیریال ډیزاین، جوړونې او ساتنې سره سروکار لري، د عامه کارونو په شمول لکه سړکونو، ريل پټلۍ، پلونو، کانالونو، بندونو، هوایی ډګرونو، د فاضله اوبو سیسټمونه، پایپ لاینونه، د ودانیو ساختماني برخو. پدې برخه کې پوهانو او عالمانو زیاتې هڅې د سېول انجنيري د رامنځ ته کیدو لامل شوي او سېول انجنيري د مډرن کیدو لپاره هم په زیاته پیمانه څیړنې شوې دي، لنډه دا چې سېول انجنيري د انسانانو ژوند ته یو ځانګړي رنګ ورکړی او کولاي شو ووایو چې اوس مهال د سېول انجنيري له شتون پرته ننۍ پرمختګ ناممکن او د انسانانو ژوند له زیاتو ستونزو سره مخامخ کيدی شي، د سېول انجنيري په برخه کې د نړۍ په سطحه زياته پانګونه شوې او دغه پانګونه ورځ په ورځ زیاتيږي.

د سېول انجنیري څانګه د تخصصي پوهې، تحقیق او خلاقیت د ترلاسه کولو لپاره د ټول هیواد په کچه یوه علمي او روزه نیزه هسته ده. یادې څانګې ته محصلان د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې په نتیجه کې ور پیژندل کیږي او جذبیږي. چې د مجربو استادانو په وسیله زده کړه ورکول کیږي. د ديپارتمنت درسي نصاب همیشه د کار بازار ته په اړتیا سره تغیریږي او ټولې معاصرې او علمي لاسته راوړنې پکې ځاي پر ځاي کیږي.

په درسې نصاب کې د نظري زده کړو سربیره عملي او ساحوی کارونه هم په نظر کې نیول شوي دي چې همیش تطبیقیږي. د لابراتوارونو د تکمیل او جوړولو لپاره تل د پوهنتون په همکاري د موجوده امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو سره عملي اقدامات شوي او کیږي.

په دې څانګه کې محصلان د تحصیلي دورې په لړ کې مختلف رشتوي مضمونونه زده کوي. د دې څانګې فارغان د ودانيو او نورو ساختمانونو لکه پلونو، استنادي دېوالونو او داسې نورو ډيزاين، د ټرانسپورټيشن لکه سړکونو، هوايي ميدانونو او داسې نورو ډیزان، د اوبو رسولو او اوبو ردونې شبکو ډیزاین، د پروژو مديريت، څارنې او کنترول او په ساحه کې د سېول انجنيري اړوند پروژو عملي کولو برخو په مستقل ډول د اختصاصي دندو د ترسره کولو وړتیا لري او کولای شي په یادو برخو کې څیړنیز کارونه هم ترسره کړي.

د شیخ زايد پوهنتون انجنيري پوهنځی د افغان پوهنتون زېږنده ده، چې د افغان پوهنتون له شروع څخه يې د انجنيري پوهنځی درلود او د سېول په څانګه کې یې ځوان کادرونه ټولنې ته وړاندې کړيدي، کله چې افغان پوهنتون د خوست د خلکو او مخورو قومي مشرانو په زيار او کوښښ سره د وخت جمهوررئیس ښاغلی حامد کرزي په ځانګړي فرمان سره په ۱۳۸۱ هـ ل کې خوست ته را انتقال  شو د نورو پوهنځيو سره په څنګ کې انجنيري پوهنځي هم په کار او فعاليت پيل وکړ چې په لومړي سر کې د لږ شمېر استادانو په کمک سره د ډېرو لږو مادي امتيازاتو په مقابل کې تدريس پر مخ بیول کیده، چې په لومړيو وختونو کې انجنيري او زراعت پوهنځی تدریسي بهیر په يوه پوهنځی خو په جلا څانګو کې پر مخ وړل کیده، خو د وخت په تیرېدو سره چې کله د استادانو تعداد زيات شو او نوي ديپارتمنتونه هم ايجاد شول انجنيري او زراعت پوهنځي سره جلا شول او په مستقلو پوهنځيو سره وپیژندل شوې. په لومړيو کالونو کې د محصلانو شمېر هم لږ ؤ چې او د وخت په تیرېدو سره د استادانو شمېر زيات شو او ور سره جوخت د محصلانو شمېرهم زيات شو.

لکه مخکې یادونه وشوه چې انجنيري پوهنځی د ایجاد څخه د سېول څانګه لري او په دې برخه کې یې سلګونه ځوان کادرونه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

یاده څانګه تل هڅه کوي چې خپلو امکاناتو ته په کتو له عصری تکنالوژي څخه په استفادې خپل محصلان په نظرې او عملي ډول په مسلکي توګه وروزي؛ تر څو په ټولنه کې د مختلفو مسلکي دندو د ترسره کولو لپاره وګومارل شي.

د سېول انجنيري برنامې هدف د ساینس لیسانس سند سره زده کونکي چمتو کول دي چې د فراغت وروسته په لومړیو کلونو کې يې اهداف عبارت دي له:

  • د سېول انجنيري مسلک ته داخليدل او په مسلک کې پرمختګ کول ترڅو د سېول انجنيرۍ په برخه کې راجستر شوي مسلکي انجنيران او مشران شي.
  • په څو اړخیزو ټیمونو کار کول او د مختلفو فرعي څانګو د ملکي انجنيرانو، مهندسانو، قراردادیانو او دولتي استازو، ساینس پوهانو او نورو سره په اغیزمنه توګه اړیکه نېول ترڅو د سېول انجنيرۍ پروژې ډیزاین او جوړې کړي.
  • د سېول انجنيري په یوه فرعي څانګه کې د تخصص پيل کول او د سېول انجنيري مسلک کې د پرمختګ لپاره په اوږدو زده کړو کې برخه اخېستل.
  • د مسلک اړونده او یا نورو خدماتو فعالیتونو کې د ښکیلتیا له لارې ټولنې او د سېول انجنيرۍ مسلک کې مرسته کول.
  • د خلکو د خوندیتوب، روغتیا او هوساینې په پام کې نیولو سره خپلې چارې په خورا اخلاقي ډول ترسره کول او د دوامدار پرمختګ اصولو سره د مطابقت لپاره هڅه کول.
  • ځینې محصلان د فراغت وروسته تمه لري ترڅو د دې وړتیا ولري چې په سېول انجنيري یا نورو برخو کې لوړې تحصيلي درجې (د ماسټرې او دوکتورا درجې) ترلاسه کړي.

هغه محصلان چې په سېول انجنيري کې د ساینس لیسانس سند لاسته راوړي، د فراغت په وخت کې به لاندې پایلې ترلاسه کړي:

    • د انجنیري، ساینس او ​​ریاضي د اصولو په پلي کولو سره د پیچلو انجنيري ستونزو د پیژندلو، جوړولو، او حل کولو وړتیا.
    • د حلونو رامنځ ته کولو لپاره د انجنيري ډیزاین پلي کولو وړتیا ترڅو د عامې روغتیا، خوندیتوب او هوساینې په پام کې نیولو او همدارنګه نړیوال، کلتوري، ټولنیز، چاپیریالي او اقتصادي عوامل په پام کې نېولو سره مشخص اړتیاوې پوره کړي.
    • د یو لړ ليدونکو او ملاقات کوونکو سره په اغیزمنه توګه د خبرو اترو وړتیا
    • د انجنيري په شرایطو کې د اخلاقي او مسلکي مسؤلیتونو پیژندلو او باخبره قضاوت کولو وړتیا، چې باید په نړیوالو، اقتصادي، چاپیریالي او ټولنیزو شرایطو کې د انجنيري حلونو اغیزې په پام کې ونیسي.
    • په یوه ټیم کې د مؤثر کار کولو وړتیا چې غړي یې په ګډه رهبري چمتو کوي، یو ګډ او ټول شموله چاپیریال رامینځته کوي، اهداف مشخص کوي، دندې پلانوي او موخې لاس ته راوړي.
    • د مناسبو تجربو رامنځ ته کولو او ترسره کولو، د معلوماتو تحلیل او تشریح کولو، او د پایلو لاس ته راوړلو لپاره د انجنيري قضاوت کارولو وړتيا
    • د اړتیا په صورت کې د زده کړو مناسبو ستراتیژیو په کارولو سره د نوې پوهې ترلاسه کولو او پلي کولو وړتیا.

 

د سېول انجنیري څانګې لید لوری

د سېول څانګه د زده کړې، څېړنې او نوښت په برخه کې د غوره والي لپاره هڅه کوي ترڅو لوړ مهارت لرونکي او وړ سېول انجینران او کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي، چې په سېمه ييزه کچه  لوړ اعتبار ولري.

د سېول انجنیري څانګې رسالت

  • په سېول انجنيري کې د هر اړخیزې زده کړې چمتو کول چې نظري پوهه د عملي مهارتونو سره يوځای کوي
  • د  پرمختللو او نويو څېړنو ترسره کول چې د جوړ شوي چاپیریال اوسنۍ او راتلونکي ننګونې په ګوته کوي
  • په محصلانو کې د اسلامي او ټولنیزو مسؤولیتونو احساس پیدا کول
  • د صنعت او ټولنې اړتیاوو پوره کولو لپاره په لوړو مسلکي او اخلاقي معیارونو سمبال انجينران فارغول

 ارزښتونه

  • با کيفيته  لوړې زده کړې
  • د ملی يووالي ټينګښت
  • اخلاق او دیسیپلین
  • انډولتیا
  • سالمه اداره 
  • د څانګې اکاډيميکه آزادي

د سېول انجنیري د څانګې موخې او مقاصد

د سېول څانګې  په کچه:

  • د پوهې لاس ته راوړل  
  •  د ملي پروګرامونو پربنياد په ټولنه کې د هغې خپرول
  •  مسلکي ښوونه اوروزنه ( مسلکي پوهـه)
  •  نظري او عملي زده کړې
  •  عنعنوي زده کړې (نه غيابي)
  • د ډیپارټمنټ عصري کول ترڅو د نوي نړۍ غوښتنو ته ځواب ویلو وړتیا ولري او په هغوی کي مثبت بدلون راوستل چې د مديريت، استادانو او کارمندانو نقش په واضح ډول معلوم وي.
  • د ښه کيفيت او اړوندو اکاډميکو پروګرامونو وړاندې کول چې ملي او سيمه ييزو اړتياوو ته ځواب ويونکي وي او د نړيوالې سيالۍ وړتيا ولري.
  • د ډيپارټمڼټ په چوکاټ کې د يوه داسې علمي  چاپيريال رامنځته کول چې په هغه کې به ازاد بحث، پوښتنې، وړاندیزونه او رغنده نيوکې د ښه کیفیت په موخه په کار واچول شي.
  • په تدريسي او زده کړه ييزو چارو کې د کيفيت يا څرنګوالي سمون چې ډاډمن شي تعليمي نصاب يې ملي او سيمه ييزو غوښتنو ته ځواب ويونکى دى.
  • په ډیپارټمنټ کې د څيړنو د کلتور رامنځته کول چې داسې  موخه لرونکې څېړنې په کار واچول شي چي په ساختماني، پرمختیايي او د بیارغونې په برخه کې د هيواد په کچه د بې شمېره مشکلاتو او ننګونو په حل کې مرسته وکړي.

 

 د سيول څانګې کاریکولم . د سيول انجنیري په څانګه کې د څلورو کلونو په ترڅ کې لاندې نصاب تدریس کېږي او د لیسانس په کچه فارغان ټولنې ته وړاندې کوي.

اول کال (لوم

د علمي کادرونو د شمېر زياتوالى او د ظرفيتونو لوړوالى

اوس مهال په سېول ډیپارټمنټ د آمر په شمول ۱۱ اکاډمیک غړی لري، چې د همدې پرسونل په مرسته یاده څانګه خپل روزنیز او اکاډمیک فعالیتونه مخته وړي چې د یادو اکاډمیکو غړو شهرت په مفصل ډول په لاندې چارت او جدول کې ذکر شوی دي.

د علمى کادرونو درجى: فعلا ً په سېول ډيپارټمنټ کې  په لاندې شمېر او تحصیلي درجوعلمي کادرونه موجود دي:

  • دوکتور :  ۱ تن
  • ماستر: ۹ تنه
  •  لسانس : ۱ تن

                           جمله:  ۱۱ کسه

تحصیلي نصاب

د سېول څانګې کاریکولم

د سېول انجنیري څانګې په څلور کلنه دوره کې لاندې نصاب تدریس کېږي.

د انجينري پوهنځی د سېول څانګې کريکولم اړوند د اتو (۸) سمسترونو مضامين

لومړی سمتر (لومړی کال لومړی سمستر) د سمستر کوډ: SZUENCE1MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

د کریډیټونو شمير

په اونۍ کې د درسي ساعتونو شمير

نظري

عملي

۱

دا سلام اعتقادي نظام

SL-IC 0171

پوهنتون شموله

2

2

 

۲

تلاوت او تجوید

SL-IC 0172

پوهنتون شموله

1

 

2

۳

د افغانستان تاریخ

HIST 0102

پوهنتون شموله

1

1

 

۴

عمومي انګلیسي

ENGL 0103

پوهنتون شموله

3

3

 

۵

کلکولس-I

MATH 0104

اساسي

4

4

 

۶

کیمیا-I

CHEM 0105

اساسي

4

3

2

۷

مبادي انجینري

ENCE 0106

اساسي

3

3

 

۸

تخنیکي رسم-I

ENCE 0107

اساسي

3

1

4

 

په يو سمستر کې مجموعه کريډيټونه

21

17

8

دويم سمتر (لومړی کال دويم سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE2MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

د کریډیټونو شمير

په اونۍ کې د درسي ساعتونو شمير

نظري

عملي

۱

د اسلام عبادتي نظام

SL-IC 0273

پوهنتون شموله

2

2

 

۲

نبوي سیرت

SL-IC 0274

پوهنتون شموله

2

2

 

۳

تخنیکي انګلیسي-I

ENGL 0203

پوهنتون شموله

3

3

 

۴

کالکولس-II

MATH 0204

اساسي

4

4

 

۵

فزیک-I

PHYS 0208

اساسي

4

3

2

۶

تخنیکي رسم-II

ENCE 0207

تخصصي

3

1

4

۷

کمپیوټر پروګرامینګ

ENCE 0209

اساسي

3

1

4

 

په يو سمستر کې مجموعه کريډيټونه

21

16

10

درېيم سمتر (دويم کال لومړی سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE3MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

د کریډیټونو شمير

په اونۍ کې د درسي ساعتونو شمير

نظري

عملي

۱

د اسلام اخلاقي نظام

SL-IC 0375

پوهنتون شموله

2

2

 

۲

د اسلام ټولنیز نظام

SL-IC 0376

پوهنتون شموله

2

2

 

۳

تخنیکي انګلیسي-II

ENGL 0303

پوهنتون شموله

2

2

 

۴

کالکولس- III

MATH 0304

اساسي

3

3

 

۵

فزیک - II

PHYS 0308

اساسي

3

2

2

۶

ستاتیک

ENCE 0310

اساسي

4

4

 

۷

سروی -I

ENCE 0311

تخصصي

3

2

3

۸

د چاپیريال ساتنې مبادي انجینري

ENCE 0312

تخصصي

2

2

 

 

په يو سمستر کې مجموعه کريډيټونه

21

19

5

 

 

څلورم سمتر (دويم کال دويم سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE4MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

د کریډیټونو شمير

په اونۍ کې د درسي ساعتونو شمير

نظري

عملي

۱

فکري پوهنه

SL-IC 0477

پوهنتون شموله

2

2

 

۲

ادیان او مذاهب

SL-IC 0478

پوهنتون شموله

1

1

 

۳

سروی - II

ENCE 0411

تخصصي

3

2

3

۴

تفاضلي معادلې

MATH 0404

اساسي

4

4

 

۵

ډینامیک

ENCE 0412

اساسي

3

3

 

۶

د موادو مقاومت

ENCE 0413

تخصصي

4

3

2

۷

انجینري جېولوجي

ENCE 0414

تخصصي

3

2

2

 

په يو سمستر کې مجموعه کريډيټونه

20

17

7

پنځم سمتر (درېيم کال لومړی سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE5MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

د کریډیټونو شمير

په اونۍ کې د درسي ساعتونو شمير

نظري

عملي

۱

د اسلام سیاسی نظام

SL-IC 0579

پوهنتون شموله

2

2

 

۲

د اسلام اداري نظام

SL-IC 0580

پوهنتون شموله

2

2

 

۳

ساختماني مواد او ميتودونه

ENCE 0516

تخصصي

3

2

2

۴

د ساختمان تحلیل- I

ENCE 0517

تخصصي

3

3

 

۵

هایدرولوژي

ENCE 0518

تخصصي

3

2

2

۶

احصایه او احتمالات

ENCE 0519

اساسي

2

2

 

۷

د سیالاتو میخانیک

ENCE 0520

تخصصي

3

2

2

۸

د سرکټ تحلیل

ENEE 0521

اساسي

3

2

2

 

په يو سمستر کې مجموعه کريډيټونه

21

17

8

 

 

 

 

شپږم سمتر (درېيم کال دويم سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE6MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

د کریډیټونو شمير

په اونۍ کې د درسي ساعتونو شمير

نظري

عملي

۱

د اسلام اقتصادي نظام

SL-IC 0681

پوهنتون شموله

2

2

 

۲

د ساختمان تحلیل- II

ENCE 0617

تخصصي

4

3

2

۳

اوسپنیزکانکریټ- I

ENCE 0622

تخصصي

4

3

2

۴

هایدرولیک

ENCE 0623

تخصصي

4

3

2

۵

د ترانسپورټيشن  انجينري

ENCE 0624

تخصصي

3

3

 

۶

د خاورې ميخانيک

ENCE 0625

تخصصي

3

2

2

۷

سيمينار-I (د څيړنې مېتودولوژي)

ENCE 0626

اساسي

1

1

 

 

مجموعه

21

17

8

اووم سمتر (څلورم کال لومړی سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE7MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

د کریډیټونو شمير

په اونۍ کې د درسي ساعتونو شمير

نظري

عملي

۱

قرآن او معاصر علوم

SL-IC 0782

پوهنتون شموله

2

2

 

۲

اوسپنیزکانکریټ- II

ENCE 0722

تخصصي

4

4

 

۳

د اوبه رسونې انجينري

ENCE 0727

تخصصي

3

2

2

۴

سيمينار- II

ENCE 0726

تخصصي

2

 

4

۵

مسلکي انتخاب-I

ENCE 0728

اختياري

3

3

 

۶

سړک جوړونه

ENCE 0729

تخصصي

3

3

 

۷

د فولادي ساختمانونو ډيزاين-I

ENCE 0730

تخصصي

3

3

 

 

مجموعه

20

17

6

 

ګڼه

اختياري مضمون

د مضمون کوډ

کریډیټونه

۱

د ابياري انجينري

ENCE 0728

3

۲

هايدروتخنيکي ساختمانونه

ENCE 0728

3

اتم سمتر (څلورم کال دويم سمستر) - د سمستر کوډ: SZUENCE8MD

ګڼه

مضمون

د مضمون کوډ

د مضمون کتګوري

د کریډیټونو شمير

په اونۍ کې د درسي ساعتونو شمير

نظري

عملي

۱

د اسلام تمدن

SL-IC 0883

پوهنتون شموله

2

2

 

۲

د فاضله اوبو انجينري

ENCE 0831

تخصصي

3

2

2

۳

د پروژې ډيزاين

ENCE 0832

تخصصي

4

1

6

۴

د تهداب انجينري

ENCE 0833

تخصصي

3

2

2

۵

مسلکي انتخاب-II

ENCE 0834

اختياري

3

3

 

۶

غير مسلکي انتخاب

ENCE 0835

اختياري

3

3

 

۷

ساختماني مديريت

ENCE 0836

تخصصي

3

3

 

 

مجموعه

21

16

10

 

ګڼه

اختياري مضمون

د مضمون کوډ

کریډیټونه

۱

د زلزلې انجينري

ENCE 0834

3

۲

د هوايي ميدان ډيزاين

ENCE 0834

3

۳

براورد

ENCE 0835

3

۴

جي ای اس (GIS)

ENCE 0835

3

د یادونې وړ ده چې د انجنیري پوهنځی سېول څانګه کې ټول (۱۶۶) کرېډیټونه تدريس کېږي، چې (۳۳) پوهنتون شموله، (۷۶) تخصصي، )۴۸) اساسي او (۹) اختياري دي.

 همدارنګه په ۱۴۰۳ کال کې د لوړو زده کړو وزارت په هڅو  د پوهنتونونو د سېول انجنيری د تحصيلي نصاب بيا کتنې لومړی پړاو کلسټر ترسره شوی او دويم پړاو يې د همدې کال په جريان کې پلان شوی، ترڅو موجوده تحصيلي نصاب د وخت غوښتنو ته په کتو اصلاح او نوی شي، چې ان شاء الله د نصاب نهايي کيدو سره سم به په نږدې راتلونکي به د هېواد پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو کې به پلی شي.

تشکيل:

 اوس مهال په سېول ډیپارټمنټ د آمر په شمول ۱۱ اکاډمیک غړی لري، چې د همدې پرسونل په مرسته یاده څانګه خپل روزنیز او اکاډمیک فعالیتونه په مخ ته وړي چې د یادو اکاډمیکو غړو شهرت په مفصل ډول په لاندې چارت او جدول کې ذکر شوی دي.

m,njkjnb

 

شماره

نوم او تخلص

د پلار نوم

تحصيلي درجه

علمي رتبه

تخصصی رشته

دنده

عکس

۱

ولی الله قاسمي

فصيح الله

 

 

ماسټر

پوهنوال

سېول (صنعتي او مدني ودانۍ)

د څانګې آمر

 

۲

ريدي ګل همدرد

فقيرحسين

 

 

ماسټر

پوهندوی

سېول (ترانسپورټیشن انجنيري)

استاد

 

۳

نورالله زاهد

علي ګل

 

 

ماسټر

پوهنوال

سېول (سترکچرل انجنيري)

استاد

 

۴

 

محمدنورجان احمدي

 

احمدجان

ماسټر

پوهندوی

سېول (سترکچرل انجنيري)

استاد

 

۵

نصرت الله نصرت

عبدالغفور

 

 

ماسټر

پوهندوی

سېول (ساختمان)

استاد

 

۶

نقيب احمد نعيمي

 

ملا محمدقاسم

ماسټر

پوهندوی

سېول (ساختمان)

استاد او د پوهنځي ریس

 

۷

صابرشاه صابري

بهرام

ماسټر

پوهنمل

 

سېول (ترانسپورټیشن انجنيري)

استاد

 

۸

رئیس خان الفت

جهان بادشاه

 

 

ماسټر

پوهنيار

سېول (سترکچرل انجنيري)

استاد

 

۹

احمدشاه ابراهیمي

نورعلي

دوکتور

پوهندوی

 

سېول   انجینري

Phd

استاد

 

۱۰

هدایت الله سنګين

 

ماسټر

پوهنيار

سېول (ترانسپورټیشن انجنيري)

استاد

 

۱۱

محب الله مهجور

ولي محمد

ليسانس

نامزد پوهنيار

سېول انجنيري

استاد