د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۴:۱۰
nmhbgvfdgbnn


 چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۱۲مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.
د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني له پیلیزې وینا وروسته، د تېرې علمي شورا پرېکړو د تطبیق ګزارش، د آنلاین کورسونو پر ثبت، د ستراتيژیک پلان له تطبيق څخه د سمستروار ګزارش لپاره د درې کسيز هیئت ټاکل، د طب پوهنځي د نویو څانګو ایجاد او د هغو لپاره د ترتيب شویو طرحو تاييدي، د انجینري، کمپيوټر ساينس او کرنې پوهنځیو د (سټرکچر انجينري، سايبري آمنيت او د غذایي موادو صنعت) په برخو کې د ماسټري برنامو ایجاد لپاره د ترتيب شويو ترحو تاييد، د پالیسي سازو څېړنو کنفرانسونو کې د استادانو ګډون، د ځینو نړۍوالو طبي ادارو سره د شيخ زايد پوهنتون وصلولو، د یو شمېر استادانو د ترفېعاتو د دوسیو، انفکاک او د محصلانو ځینو ستونزو په اړه بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژي او معلوماتي سيستمونو څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو تر لارښوونې لاندې په مرکز کابل کې د يو شمېر اړوندو ادارو. . .

BACK TO NEWS