دتدریسي روغتونونو کې د طب پوهنځي استادانو حضور او فعالیت لارښود د یو سیمینار په ترڅ کې تشریح شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۴۳
یبسلرذدالد

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۲۹مې نیټې سره سمون لري، د رياست مقام غونډو تالار کې د یو سیمینار په ترڅ کې په تدریسي روغتونونو کې د طب پوهنځي استادانو حضور او فعاليت لارښود تشريح او معلومات ورکړل شول.
د ياد سیمینار لپاره په را بلل شوي غونډه کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي برنامو پراختيا رئيس انجینر سردارولي صالحي، د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د څارنې او ارزونې رئیس حافظ مولوي احمد الله حماد، د پوهنتون مرستيالانو، د طب پوهنځي استادانو، تدریسي روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو ګډون درلود.
د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نور الله حسین خېل له لوري راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وويل شو، ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي برنامو پراختيا رئيس انجینر سردارولي صالحي خبرې وکړې او د ياد لارښود په ارزښت او اهميت باندې وغږېد او ویې ویل چې په نوي لارښود کې تدریسي روغتونونه د طب پوهنځيو برخه ده او په مستقيم ډول به د يادو پوهنځیو استادان خپل مکلفیت تر سره کوي او د دوی تر نظر لاندې به یې چارې پر مخ ځي.
په تدریسي روغتونونو کې د طب پوهنځي استادانو حضور او فعالیت لارښود په اړه سیمینار د کابل طبي علومو پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل له لوري وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۱
Background image

د ځمکې ژوندي کول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سنت تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو اشر پیل شو.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، په شیخ زاید پوهنتون کې (د ځمکې ژوندي کول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم. . .

BACK TO NEWS