د وترنري علومو پوهنځي محصلانو تر منځ رقابتي سيالي تر سره شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۳۶
ادړتادړوړت

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیالي د امام ابو یوسف رحمه الله د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د ياد پوهنځي د فرهنګي فرعي کمېټې مشر او استاد پوهنيار مصطفی لودين په وينا، چې د يادې سيالۍ څخه یې موخه د محصلانو مطالعې ته هڅونه او د سالم علمي رقابت رامنځته کول دي.
د ازموینې لپاره رابلل شویو مراسمو ته د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منیب په خپله وینا کې د وترنري علومو پوهنځي له لوري دا ډول نوښت څخه خوښي څرګنده کړه او مطالعې ته د محصلانو هڅونې لپاره یې ډېر ګټور ياد کړ.
د يادې سيالۍ د ارزونې لپاره ټاکل شوي درې کسیز هيئت له لوري د سیالۍ ګټونکی درېیم ګروپ اعلان شو او په پلان کې ده چې د لا تشويق په موخه د پوهنځي رياست له لوري ستاينلیکونه هم ورکړل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS