د شیخ زاید پوهنتون له دوو پوهنځیو څخه ۱۸۱ محصلان فارغ شول.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۱۱
انجینري غونډه

 د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۳مې نیټې سره  برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون ښوونې او روزنې له څلورو څانګو او انجنیري پوهنځي له مهندسي څانګې څخه د دوو جلا غونډو په ترڅ کې ۱۸۱ محصلانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

هغه غونډې چې نن ورځ په همدې موخه په شيخ زايد پوهنتون کې رابلل شوي وې، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني، علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل، محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب، د دواړو پوهنځيو رئیسانو، استادانو، د فارغو شویو محصلانو خپلوانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

دواړه غونډې د تل په څېر د پوهنتون رئيس، مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو رئيسانو او استادانو لخوا د مسؤلیت احساس، ټولنې ته په رښتیني ډول د خدمت وړاندې کولو، د الله جل جلاله او د خوږ نبي کريم صل الله علیه وسلم په طریقو عمل کولو، د هېواد په آبادۍ کې رغنده رول لوبولو، خپلو زده کړو ته د لا دوام ورکولو او هېواد د عصري علومو په برخه کې د نړۍ سره سيال کولو ویناوو، هدایتونو او د فراغت مبارکیو باندې مزينې وې.

غونډې فارغو شویو محصلانو ته د تصدیق پانو په ورکولو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیدې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۴:۲۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري د تدریسي روغتون له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

نن پنجشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۱۸مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري له تدریسي روغتون څخه لیدنه او د یاد روغتون له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۵۹
Background image

اداري کارکوونکو ته د اکسیل پروګرام زده کړې ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون ۳۱ اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د اکسیل پروګرام زده کړې ورکشاپ پيل شو.
ياد ورکشاپ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند کارکوونکو چارو آمريت د ظرفیت لوړونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۳:۴۹
Background image

شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

BACK TO NEWS