د خوست مستوفي سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۵۵
jjhkmkl,

د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاويد خالد د خوست ولایت له مستوفي مولوي محمد عادل اکرام سره د ياد مستوفيت په مقام کې د همغږۍ غونډه تر سره کړه.

په ياده ناسته کې د شيخ زايد پوهنتون د ځینو حوالو د ژر طی مراحل او یو شمېر نورو ستونزو د حل او فصل په اړه خبرې وشوې، چې د خوست مستوفي لخوا یې د حل ژمنه وشوه.

د يادولو ده چې شيخ زايد پوهنتون یو علمي کور دی، چې د خوست ولایت په کچه تر ټولو لوی تشکيل لري او د دوولسو پوهنځیو په لرلو سره محصلان پکې لوړې زده کړې تر لاسه کوي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS