د محصلانو چارو معاونيت لخوا د پوهنځيو له نماینده ګانو سره ناسته تر سره شوه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۲۵
ghjkliop

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له شپږمې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت کې د پوهنتون د دوولسو پوهنځيو د محصلانو له عمومي نماینده ګانو سره د ستونزو د حل او همغږۍ په موخه ناسته تر سره شوه.

د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د محصلانو چارو مرستيال پوهنیار مجاهد همت یار د تېر کال په فعالیتونو لنډه رڼا واچوله او د روان کال د محصلانو عملي کارونو او ظرفيت لوړونې ځینې پلانونه یې له ګډونوالو سره شريک کړل او دغه کال یې د محصلانو د عملي زده کړو لپاره یو غوره کال ياد کړ.

د محصلانو عمومي نماينده ګانو هم ځینې ستونزې چې محصلان ور سره په زده کړه ييزه برخه کې مخامخ دي، د ياد معاونيت له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د حل په موخه یې د اړوندو مسؤلینو لخوا ډاډ ورکړل شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS