د شرعياتو پوهنځي له استادانو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۲۰
ghjklu;

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له شپږمې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حــ.ـقـ.اني، چې د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنمل مفتي عزت نور هم شتون درلود، د شرعياتو پوهنځي له استادانو سره د همغږۍ په پار غونډه وکړه.

د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــ.ـقاني په خپلو خبرو کې وويل، چې مونږ او ستاسو ګمارنه د یو لوی هدف په موخه تر سره شوې ده، د کوم کار لپاره چې مونږ او تاسې استخدام یو؛ نو خپل مسؤلیتونه باید په پوره ژمنتیا او اخلاص تر سره کړو.

د ناستې په بله برخه کې د یاد پوهنځي استادانو ځینې ستونزې او په اړه یې وړاندیزونه واورېدل، چې د پوهنتون رئيس لخوا یې د حل لپاره ژمنه وشوه.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS