محصلانو ته د څېړنو، مونوګراف او مقاله لیکنې تر سر لیک لاندې یو ورځنی سیمینار تر سره شو.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۷
vcbgffhn

نن چهار شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور ۱۰مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د د ذوالقعدة میاشتې له دوهمې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون وروستي کال محصلانو ته د څېړنو، علمي اثارو، مقاله او مونوګراف لیکلو تر عنوان لاندې د روزنیزو سیمینارونو په لړ کې نن د دغه پوهنتون انجینري، وترنري علومو او کمپیوټر ساینس پوهنځیو محصلانو ته یو ورځنی سیمینار ورکړل شو.

دغه سیمینار د علمي څېړنو او محصلانو چارو معاونیتونو په ګډه همغږۍ سره ترتیب شوی و، چې پکې د څېړنو پېژندنه، د څېړنو اهمیت، د عملي څېړنو ځانګړتیاوو، د څېړنو پروسه، مقاله لیکنه، د مقالې ځانګړتیاوې او د څېړنو جوړښت موضوعاتو باندې د علمي څېړنو مرستیال پوهنمل دوکتور احمد جاوید شکیب لخوا وړاندې شو.

باید یاده کړو چې د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو ظرفیت لوړونې په برخه کې د شته ستونزو له منځه وړلو په موخه روان تحصیلي کال کې بېلا بېل روزنیز سیمینارونه پلان کړي دي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS