د شیخ زاید پوهنتون علمي څېړنیزه مجله تازه له چاپه راووته.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۵:۱۳
تتالبیدذا

د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۳ هـ.ش کال علمي څېړنیزه مجله ۳۶ مه ګڼه شوه، چې د بېلا بېلو پوهنځیو استادانو پر مختلفو علمي موضوعاتو باندې څېړنې کړې دي، چې په دې لړ کې د سایربي امنیت ننګونې او د خوندیتوب لارې چارې، کوارکونو څخه د جوړ شويو سیستمونو مطالعه، په بدن کې د پانکراس هورمونونو او انزایمونو رول څېړل، د دیابیت ناروغۍ ډولونو پېژندنه او نړیوالې احصايې مطالعه کول، چاپېریال باندې د کرنېزو آفت وژونکو ناوړه اغېزې، په خاوره کې د عضوي کاربن ذخیره کیدل، شیخ زاید پوهنتون کې د بریښنایي زده کړیز سیستم د پلې کولو په مخکې ننګونه، افغانستان کې د ځیرک تلیفون د امنیت او محرمیت په اړه د کاروونکو پوهاوی او کړنې او نورې علمي مقالې را غونډې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه مجله په هرو درېیو میاشتو کې خپرېږي، چې د شیخ زاید پوهنتون سربېره د هېواد په کچه د نورو پوهنتونونو استادانو لخوا په بېلا بېلو موضوعاتو باندې علمي څېړنو لیکل شوي مقالې پکې خپرېږي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS