علمي څېړنو معاونیت لخوا د پوهنځيو د څېړنو فرعي کمېټو څخه ارزونه ترسره شوه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۲
یسبلثقف

نن یکشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۲۷مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهنمل دوکتور احمد جاوید شکیب، د علمي څېړنو آمر پوهنیار زاهد الله ذهین، د طبیعي او ټولینزو علومو کارشناسانو په ملتیا د پوهنځیو د څېړنو فرعي کمېټو څخه ارزونه ترسره کړه.

د علمي څېړنو مرستیال پوهنمل دوکتور احمد جاوید شکیب د فرعي کمېټو له ټولو مسؤلینو مننه وکړه، چې پر وخت او په ښه شکل یې د څېړنو فرعي کمېټو کارونه ترسره کړي دي، نوموړي د اصلاح په موخه ځینې لارښوونې اړوندو مسؤلینو ته وړاندې کړې، تر څو په یاده برخه کې کمې ستونزې حل، کارونه منظم او لا پر وخت ترسره شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS