د شيخ زايد پوهنتون چاپېریال کې د ګوړیو او د چیک ډیمونو جوړولو پروژې چارې پیل شوې.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۲:۴۴
سیثقفغ

سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۳مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون شاوخوا غونډیو د زرغونتیا په موخه د نيالګیو کېنولو لپاره د ګوړیو کيندلو او دوو چيکډیمونو جوړولو چارې د افغانستان لپاره د ناروې کميټې لخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي همکارۍ پيل شوې.

د پرانیستنې په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري مرستیال پوهنمل مفتي عزت نور، د کرنې پوهنځي رئيس پوهنمل اختر جمال جمالي، د یادې مؤسسې مسؤلو انجینرانو او څېړنیز فارم مسؤلینو ګډون کړی و.

د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري مرستيال پوهنمل مفتي عزت نور د يادې مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه چې د وطن آبادۍ په خاص ډول د پوهنتون زرغونتیا په برخه کې همکاري کوي، نوموړي زياته کړه چې د يادو چارو پیل سره به د زياتو خلکو لپاره د کار کولو فرصت هم رامنځته شي او د پروژې مسؤلینو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادې مؤسسې انجینرانو یونس او کلیم الله احمدزي د چیک ډيمونو او ګوړیو کيندلو چارو د پیل په اړه لنډ معلومات ورکړل او ياده پروژه یې د پوهنتون زرغونتیا، د سیلاب مخنیوي او د ځمکې تخریب مخنیوي لپاره ډېره ګټوره وبلله او زياته یې کړه چې (۶۶۰۰) د نيالګیو کينولو ګوړي، دوه چکډیمونه، د اوبو لپاره لوی ډنډ جوړولو سربېره به پکې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د شیخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري ۱۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال مياشتې له ۹مې نیټې سره سمون لري، د شيخ پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ــقاني تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۶:۴۱
Background image

د شیخ زاید پوهنتون د فوق لیسانس برنامو علمي بورډ ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۸مې نيټې سره سمون لري، د فوق لیسانس برنامو علمي بورډ ناسته د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۶:۳۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو او اداري برخو حاضریو کنترول ترسره شو.

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبرۍ لخوا د پوهنتون د اداري او تدریسي برخو د حاضریو کتابونو. . .

BACK TO NEWS