د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي علمي کادري بست د انګلیسي ژبې آزموینې له بريالیو نوماندانو څخه تخصصي آزموینه واخيستل شوه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۳۷
یبلق

چهار شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۲مه، چې ۱۴۴۶ هـ.ق کال ربيع الثاني مياشتې له ۲۰مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمه الله غونډو تالار کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي اړوند د (سياسي علوم او نړیوالو اړیکو) کادري بست د خارجي ژبې آزموینې له برياليو نوماندانو څخه د اړوند بست تخصصي آزموینه واخيستل شوه.

د يادې آزموینې اخيستلو پر مهال د لا ښه شفافيت را منځته کيدو په موخه د شيخ زايد پوهنتون د علمي مرستيال په مشرۍ د تقرر او ترفېعاتو عمومي کميتې غړو سربېره، د لوړو زده کړو وزارت تقرر او ترفېعاتو رياست څخه راغلو کارپوهانو هم حضور درلود.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

BACK TO NEWS