د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د لوړو زده کړو وزير په مشرۍ تر سره شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۲:۳۴
شسصثق

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۶مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نـ.داء محمد ندیم په مشرۍ تر سره شوه.

په ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د علمي شورا غړو ګډون کړی و.

په سر کې د لوړو زده کړو وزارت وياند حافظ ضیاءالله هاشمي لخوا د قرآن الکريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال پوهنیار نور الله حسین خېل ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د شيخ زايد پوهنتون په اړه یې هر اړخيز معلومات، لاسته راوړنې او د پوهنتون اړوند ځينې اړینې غوښتنې یې وړاندې کړې.

د لوړو زده کړو وزير په خپلو خبرو کې وويل، د پوهنتون حالات چې زه ګورم اعتماد مې حاصل شو، نوموړي زياته کړه چې مسؤلين بايد د علم ترقۍ ته لا نور متوجې شي، مونږ او تاسې مسؤلین یو، بايد خپلو کارونو ته متوجې شو، ځکه چې مسؤلين خدمت کوونکي وي، د نـ.ـ.ـظام پالیسي بايد په خپلو چارو کې په نظر کې ونيسو، ځکه چې دا پالیسي د اسلام مبارک دين تګلاره ده.

ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي علمي کادري بست د انګلیسي ژبې آزموینې له بريالیو نوماندانو څخه تخصصي آزموینه واخيستل شوه.

چهار شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۲مه، چې ۱۴۴۶ هـ.ق کال ربيع الثاني مياشتې له ۲۰مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمه الله غونډو تالار کې د حقوقو او سياسي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۳۳
Background image

د لوړو زده کړو مديریتي او معلوماتي سيستم اړوند آنلاین کنفرانس تر سره شو.

دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د میزان مياشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له اتلسمې نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت مدیریتي او معلوماتي سيستم په اړه آنلاین کنفرانس تر. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۹:۳۰
Background image

لوړو زده کړو وزير د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي استادانو او د تدریسي روغتون له ډاکټرانو سره ناسته وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۷مې نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د شيخ زايد پوهنتون طب. . .

BACK TO NEWS