د ښوونې او روزنې پوهنځی تاریخجه

د ښوونې او روزنې پوهنځي درئیس پیغام

 د یوملت ترقي او پرمختګ چې، ټولنیزې اسانتیاوې او په  مجموع  کې په هره برخه کې د دولت انکشاف او ثبات تضمین کړي؛ نو اړینه ده چې، دولت په هره برخه کې متخصصین او کادرونه ولري او په ټولنه کې د متخصصینو او کادرونو روزنه او تربیه د علمي او اکاډمیکو مرکزونو او بنسټونو د اساسي موخو او اهدافو څخه ګڼل کیږي. تر څو  د خپل ځان، کورنۍ او  ټولنې  اړتیاوې او ضرورتونه د مشروع او قانوني لارې پوره او  د سوکاله او ارام ژوند شرایط برابر کړي. هر علمي پروګرام او برنامه د ټولنې د عیني ضرورتونو  پر بنسټ  رامنځته کیږي. ټولنې ته د ماهرو متخصصینو او باکیفیته کادرونو وړاندې کول د هر علمي پروګرام او برنامې بریالیتوب ګڼل کیږي. د علمي پروګرام بریالیتوب هغه وخت شونی دې چې لوړ علمي او زده کړیز اهداف او موخې او د موخو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره منظم پلان ولري.نو په دې اساس د ښوونې او روزنې پوهنځی اساسي او اصلي هدف د ټولونې د راتلونکي نسل د بچیانو د روزلولپاره په اسلامي او دینې روحیه سمبال د مسلکي او تخصصي ځوانانو روزل دي اویاد بنسټ همیشه په دې هڅه کې دی، ترڅو د ټولنې د روزلتیا لپاره داسې ښوونکي وروزي چې د ټولني د علمي پرمختګ په برخه کې مؤثر واقع شي او په راتلونکي کې داسې ښوونکي ولروچې په نظري او عملي زده کړو پوه حاکمیت ولري.

 

په درنښت

 

پوهنمل دوکتورغلام اقبال مرستیال

د ښوونې او روزنې پوهنځی رئیس

 

 

د پوهنځی ریس

د ښوونې روزنې تاریخچه

د پوهنځی څانګې

کریکولم

د پوهنځی استادان