د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د لوړو زده کړو وزير په مشرۍ تر سره شوه.

szu_admin
اثنين, أكتوبر 21 2024 12:34 مساء
شسصثق

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۶مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نـ.داء محمد ندیم په مشرۍ تر سره شوه.

په ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د علمي شورا غړو ګډون کړی و.

په سر کې د لوړو زده کړو وزارت وياند حافظ ضیاءالله هاشمي لخوا د قرآن الکريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال پوهنیار نور الله حسین خېل ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د شيخ زايد پوهنتون په اړه یې هر اړخيز معلومات، لاسته راوړنې او د پوهنتون اړوند ځينې اړینې غوښتنې یې وړاندې کړې.

د لوړو زده کړو وزير په خپلو خبرو کې وويل، د پوهنتون حالات چې زه ګورم اعتماد مې حاصل شو، نوموړي زياته کړه چې مسؤلين بايد د علم ترقۍ ته لا نور متوجې شي، مونږ او تاسې مسؤلین یو، بايد خپلو کارونو ته متوجې شو، ځکه چې مسؤلين خدمت کوونکي وي، د نـ.ـ.ـظام پالیسي بايد په خپلو چارو کې په نظر کې ونيسو، ځکه چې دا پالیسي د اسلام مبارک دين تګلاره ده.

ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS