د انجینري پوهنځي محصلانو د خوست ولایت د تور الماس تر نوم لاندې ملي نندارتون کې خپل جوړ کړي موډلونه نندارې ته وړاندې کړل.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۰:۲۴
بلاتن

د شيخ زايد پوهنتون انجینري پوهنځي سیول، مهندسي او برق څانګو محصلانو لخوا هغه مختلف موډلونه چې د دوی لخوا ډېر په ماهرانه ډول جوړ شوي و، نندارې ته وړاندې شول.

په یادو مډولونو کې د بریښنا ذخيروي ډاینمو او د ودانیو مختلف موډلونه شامل و، چې د ملي سوداګرو او خلکو پام یې ځان ته را جلب کړی و، د يادو موډلونو د جوړښت، مؤثريت او مثمريت په اړه د محصلانو لخوا معلومات ارایه شول، چې د نندارتون ګډونوالو لخوا د محصلانو کارونه د ستایلو وړ وبلل شول.

د يادولو وړ ده چې ياد نندارتون چې د خوست ولایت په فوټبال ملي لوبغالي کې پر لاره اچول شوی دی، د خوست ولایت بېلا بېلو بنسټونو، تولیدکوونکو شرکتونو او سوداګرو پکې ګډون کړی دی او یاد نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS