د حقوقو او سیاسي علومو، کمپيوټر ساينس او انجينري پوهنځيو څخه (۲۵۴) محصلان فارغ شول.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۲۸
ert

 

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د زمري مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۱۳مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون له درېیو پوهنځيو د حقوق او سياسي علومو پوهنځي له دوو څانګو څخه (۷۵)، د انجینري پوهنځي له مهندسي څانګې څخه (۷۴) تنه او د کمپيوټر ساينس پوهنځي له دوو څانګو څخه (۱۰۵) تنه محصلان فارغ شول.

gty

د انجینري پوهنځي مهندسي څانګې او همدارنګه د کمپيوټر ساينس پوهنځي د فراغت غونډو په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد، په خپلو ویناوو کې فارغو شویو محصلانو او د هغوی خپلوانو ته د مبارکۍ تر څنګ د انجینري علومو او کمپيوټر ساینس علومو د ارزښت په اړه په زړه پورې ویناوې وکړې.

ښاغلي راشد په خپلو خبرو کې وويل:((علم د الله جل جلاله څخه په ويره او تقوا کې دی؛ نه د زياتو معلوماتو په حاصلولو کې)) همدارنګه محصلان یې د الله جل جلاله د احکامو اطاعت، پرهيزګاري، د لمانځه او قرآن کريم پابندي، خيانت او کبر کولو څخه د ځان ساتلو، د حق طرفداري او د انسانانو حقوقو ته درناوي په اړه ارزښتناکې توصیې وړاندې کړې او زياته یې کړه چې ستاسو مسلکي توب هغه وخت مفيد کيږي؛ چې د الله جل جلاله اطاعت پکې وي.

der

د نن ورځې فراغتونو په دوام تر دې دمه د شيخ زايد پوهنتون له نهو(۹) پوهنځیو څخه (۸۸۸) تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول او د شيخ زايد پوهنتون اداره دوی ته په راتلونکي کې په خپلو مسلکونو کې د لا پرمختګ او نورو برياوو هيله کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۲۲:۹
Background image

محصلانو ته د جرمي صحنې تمثیل تر سره شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه د جرمي صحنې تمثیل تر سره شو.

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئيس د پوهنتون په عمومي مسجد کې استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته د يوې راټولیدنې پر مهال وينا وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شيخ شاکرالله وحدت د يوې را ټولیدنې په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته وويل، مونږ او تاسو بايد پرمختګ او ترقي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره ناسته ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په مشرۍ راغلي پلاوي د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې چې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو. . .

BACK TO NEWS