د لوړو زده کړو وزارت لخوا د مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو لپاره په مالي او تدارکاتي برخه کې پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۶
321

یاد روزنيز پروګرام کې د نورو ولایتي تحصیلي بنسټونو تر څنګ د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد، معاونینو، تدارکاتو او مالي مسؤلینو هم برخه لرله.

 په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د استادانو او متخصصینو له لوري د عامه بودجې او د هغې ارزښت، عامه بودجې او مالي سیاستونو، اساسي مفاهیمو، د اړتیاوو معلومول او تدارکاتي پړاوونو، تدارکاتي پلان جوړونې، معیاري فورمو، د داوطلبۍ پروسو، مالي او تدارکاتي موضوعاتو اړوند روزنه او معلومات ورکړل شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي څخه ۹۴ تنه محصلان فارغ شول.

نن چهارشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۲۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۲۶مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي څخه ۹۴ تنه ډاکټران فارغ او ټولنې ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د ځوان نسل فـ.ـکري روزنې ازموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

د ځوان نسل فـ.ـکري روزنې کتاب ازموینه چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو محصلان تر منځ په لاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۳۰
Background image

له ښکېلو خواوو سره د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس پیل شو.

نن يکشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۱۶مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند څېړنو آمريت له لوري د. . .

BACK TO NEWS