د لوړو زده کړو وزارت لخوا د مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو لپاره په مالي او تدارکاتي برخه کې پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد.

یاد روزنيز پروګرام کې د نورو ولایتي تحصیلي بنسټونو تر څنګ د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد، معاونینو، تدارکاتو او مالي مسؤلینو هم برخه لرله.
په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د استادانو او متخصصینو له لوري د عامه بودجې او د هغې ارزښت، عامه بودجې او مالي سیاستونو، اساسي مفاهیمو، د اړتیاوو معلومول او تدارکاتي پړاوونو، تدارکاتي پلان جوړونې، معیاري فورمو، د داوطلبۍ پروسو، مالي او تدارکاتي موضوعاتو اړوند روزنه او معلومات ورکړل شول.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت