​ شیخ زاید پوهنتون کې د سويل ختيځ زون پوهنتونونو لپاره د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځينی روزنيز ورکشاپ پیل شو. ​

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۵:۴۲
77

 

1

دوشنبه چې د ۱۴۰۲هـ.ش کال د سنبلې ۲۷مه، د ۱۴۴۵هـ.ق د ربیع الاول له ۳مې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو څلور ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

2

یاد ورکشاپ د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستيال او سرپرست سید اسماعیل روحاني په امـارتي او خصوصي پوهنتونونو کې د تضمين کیفیت او اعتبار ورکونې پروسې د غښتلتیا او لا ګړنديتوب په اړه خبرې وکړې، چې په عملي کېدو سره به یې د پوهنتونونو اعتبار زيات او په نړيوالو معيارونو سمبال شي.

3

ورپسې د کابل پوهنتون استاد پوهنمل محمد امین امين او پوهندوی رضوان الله ممله وال لخوا د ارزونې، اعتبار ورکولو او ځان ارزونې د پروسې او تضمين کیفیت د چوکاټ جوړښت، معیارونو تفسیر په اړه معلومات ارایه کړل شول.

4

د يادولو ده چې یاد ورکشاپ کې د شیخ زاید پوهنتون، پکتيا، لوګر، پکتیکا امـارتي او خصوصي پوهنتونونو د تضمين کیفیت مسؤلین ګډون لري، چې څلور ورځې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د تضمين کیفیت په ټولو معيارونو مناقشې او بحثونه تر سره شي.

5

 

6

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د وردگ لوړو زده کړو مؤسسې کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو علمي سفر پای ته ورسېد.

د وردگ لوړو زده کړو مؤسسې کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیستمونو او انجینري شبکې څانگو ۱۸ تنو محصلانو د استاد عبدالرقیب همت تر لارښوونې لاندې شیخ زاید پوهنتون ته خپل درې ورځنی سفر پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۱۱
Background image

مالي او اداري چارو معاونیت له لوري مخکښ اداري کارمندان وستایل شول.

د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د بېلا بېلو شعباتو هغه کارکوونکي چې خپلې چارې یې په ښه ډول ترسره کړې وې په ستاینلیکونو باندې ونازول شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۳:۱۲
Background image

د انجینري پوهنځي محصلانو پکتیا پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون انجنیري پوهنځي سېول او مهندسي څانګو ۲۶ تنو محصلانو د پوهندوی نقیب احمد نعیمي تر لارښوونې لاندې علمي سفر پکتیا پوهنتون ته ترسره او د پکتیا پوهنتون په لابراتوار کې یې د. . .

BACK TO NEWS