په څېړنيز ډګر کې د شيخ زايد پوهنتون يو بل ستر ګام!

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۸:۳۹
234abc

شیخ زايد پوهنتون د دوو څېړنيزو ـ علمي ژورنالونو (اکسير او د انجنیري او تکنالوژي نوښتونه) جوازونه په بريالیتوب سره تر لاسه کړل، په همدې اساس شيخ زايد پوهنتون خپلې علمي کورنۍ او ټولو هېوادوالو ته د دې سترې لاسته راوړنې مبارکي وایي.

دا چې څېړنې د یو هېواد په علمي پرمختګ کې پراخ رول لري، نو په همدې اساس به د شیخ زايد پوهنتون څېړنیزې برخې کوښښونه دا وي، چې د مختلفو علومو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابرې څېړنې تر سره او له دې لارې د هېواد تحصیلي ډګر لا پیاوړ وساتي او ستونزو ته پکې د حل لارې وموندل شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS