نشراتو او عامه اړیکو آمریت له لوري په بېلا بېلو ځایونو کې لارښود بورډونه ولګول شول.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۲۰
xuxdf

د شيخ زايد پوهنتون په داخل عمومي لارو، پیاده روونو، چوکونو او بېلا بېلو ځایونو کې د مراجعینو او محصلانو د لارښوونې په موخه لارښود بورډونه ولګول شول.

دا چې شيخ زايد پوهنتون د ګڼ اداري تشکيل لرونکی دی، چې ځينې وختونه به مراجعين او محصلان د اړوند شعباتو موندلو له ستونزې سره مخ و؛ نو په همدې اساس یاد لارښود بورډونه په عمومي ځایونو کې نصب شول.

د شيخ زايد پوهنتون رهبري او مالي او اداري چارو معاونيت تل هڅه کوي چې د خپلو مراجعینو او محصلانو د هوساینې په موخه په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS