محصلانو ته د په نافذه قوانینو باندې د عمل کولو روحیه تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۲۵
راپور نشرذات

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۲۹مې نيټې سره برابره ده،

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري د پوهنتون دوولسو پوهنځیو د څلورم ټولګي محصلانو ته په نافذه قوانینو باندې د عمل کولو روحیه تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په دغه سیمینار کې د نافذه قوانینو شرعي بنسټونه، د قرآن کریم بنسټونه، د عدالت ټینګښت، د نبوي سنت بنسټ، د اطاعت وجیبه، د نظام ضرورت، د فقهې اصولو بنسټ، ملي او قانوني چوکاټ، د ملي او قانوني چوکاټ اهمیت او ځانګړتیاوې، د ملي او قانوني چوکاټ اړتیا او دې ورته موضوعاتو باندې محصلانو ته معلومات ورکړل شو.

یاد سيمينار د محصلانو چارو معاونیت سره په همغږۍ د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل عبدالرازق هاشمي لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS