محصلانو ته د اصلاحي فيصله خط او د تطبيق دعوه تر عنوان لاندې تمثیلي محکمه وړاندې شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۲۹
fghythynmjk

د شيخ زايد پوهنتون شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې او عملي زده کړو په موخه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د اصلاحي فیصله خط او د تطبیق دعوه تر عنوان لاندې تمثیلي محکمه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو په رول سره برابره شوې وه، وړاندې شوه.
د يادې تمثیلي محکمې په مراسمو کې د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو محصلانو سربېره، د يادو پوهنځيو استادانو هم ګډون درلود، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهندوی پاڅون مياخېل له لوري د يادې تمثیلي محکمې ارزښت او اهميت باندې خبرې وشوې او پکې تر سره شوي تمثیلونه او موضوعات غوره وارزول شول.
دغه تمثیلي محکمه چې د محصلانو چارو معاونيت محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمريت اړوند حقوقي کلینیک له لوري په لاره اچول شوې وه، د ياد پوهنځي استاد پوهندوی پاڅون مياخېل تر لارښوونې لاندې تر سره شوه.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS