د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.
د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.
په ياد ورکشاپ کې د انتان په برخه کې؛ د انتان پېژندنه، د شخصي خونديتوب وسايل استعمال، چاپېريال پاکوالي او د روغتوني کثافاتو مدیریت، د معايناتو او پروسجرونو خونديتوب، واکسين او د څارنې سيستم په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.
د يادولو وړ ده چې د دغه ورکشاپ لومړۍ ورځ د تريني، متخصصو، ام ډي ډاکټرانو، دويمه او درېیمه ورځ د نرسانو او خدماتي کارکوونکو لپاره ځانګړي شوي دي، چې د ياد روغتون د نرسنګ آمر ډاکټر فضل الحق حماد لخوا به وړاندې کېږي.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال جمادی الأولی لومړۍ
۱۴۰۵ هـ.ش کال میزان ۲۱مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
